ولایتي شورا:

فاریاب کې طالبانو ۳۰۰ امنیتي سرتېري او پاڅونوال کلابند کړي

17 عقرب 1397 ساعت 12:49

د فاریاب د ولایتي شورا رییس وايي، دغه ولایت کې ۳۰۰ امنیتي سرتېري او سیمه ییز پاڅونوالو د وسله والو طالبانو په کلابندۍ کې دي.


د فاریاب د ولایتي شورا رییس وايي، دغه ولایت کې ۳۰۰ امنیتي سرتېري او  سیمه ییز پاڅونوالو د وسله والو طالبانو په کلابندۍ کې دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د فاریاب د ولایتي شورا رییس محمد طاهر رحماني آزادۍ رادیو ته ویلي، چې تر اوسه سیمې ته مرستندویه ځواکونه نه دي رسېدلي.

د هغه په وینا دغه ۳۰۰ امنیتي سرتېري او پاڅونوال د فاریاب ولایت په پښتونکوټ ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو له خوا محاصره شوي دي.

نوموړي وايي، په پښتونکوټ او دولت آباد ولسوالۍ کې له تېرو څو ورځو راهیسې سختې جګړې روانې دي او که پر وخت مرسته ور ونه رسېږي، دغه ولسوالۍ به د طالبانو لاس ته ولوېږي.

دا په داسې حال کې ده، چې په شمال کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې نن په دولت آباد ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو د سرې قطعې قوماندان له ۱۹ ملګرو سره وژل شوی او ۱۳ نور يې ټپیان شوي دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 110056

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/110056/

جمهور
  https://www.jomhornews.com