جاوید کوهستاني:

د ولسمشرۍ ټاکنو په نېږدې کېدو هڅه کېږي ناامنۍ بامیانو ته وغځول شي

17 عقرب 1397 ساعت 13:11

په خاص اروزګان او د غزني په جاغوري او مالستان ولسوالیو کې وروستیو ناامنیو زیاتېدو ته په کتو ځینې سیاسي شنونونکي وايي، دغه نا امنۍ د ولسمشرۍ ټاکنو له رانېږدې کېدو سره تړاو لري.


په خاص اروزګان او د غزني په جاغوري او مالستان ولسوالیو کې وروستیو ناامنیو زیاتېدو ته په کتو ځینې سیاسي شنونونکي وايي، دغه نا امنۍ د ولسمشرۍ ټاکنو له رانېږدې کېدو سره تړاو لري.

د جمهور آژانس د خبر له مخې له تېرو څو ورځو راهیسې د اروزګان په خاص اروزګان او د غزني په جاغوري او مالستان ولسوالیو کې د وسله والو طالبانو بریدونو زور اخیستی، چې د راپورونو له مخې ولسي وګړو ته هم په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

د سیاسي چارو کارپوه جاوید کوهستاني وايي، دغه ناامنۍ د ولسمشرۍ ټاکنو له رانېږدې کېدو سره نېغه اړیکه لري او په لوی لاس هڅه کېږي، چې نا امنۍ مرکزي ولایتونو ته وغځول شي.

کوهستاني جمهور خبري آژانس ته و ویل«په مرکزي سیمو د وسله والو د بریدونو زیاتوالی د ولسمشرۍ له ټاکنو سره نېغه اړیکه لري، نه د طالبانو قدرت ښودنه.»

د کوهستاني په وینا د ولسمشرۍ ټاکنو په رانېږدې کېدو سره ځینې کړۍ هڅه کوي، په لوی لاس مرکزي سیمو چې ډېرې رایې لري فشارونه زیات کړي او دا موضوع یې د طالبانو پر مټ ګرمه ګرځولې ده.

نوموړي و ویل«زه باور لرم، چې د دې ناامنیو لمن به ډېره ژر بامیانو ته هم ورسول شي، لکه څرنګه یې چې شمال نا امنه کړ او د څینو سیاسي او ټولنیزو څېرو شخصیت یې راټیټ کړ.»

کوهستاني وايي، همدا پلان د ولسمشرۍ له ټاکنو وړاندې په مرکزي سیمو هم د پلي کېدو په حال کې دی، تر څو د هزاره ولس دیموکراتیک ځای ځایګی، چې په ټاکنو کې زیات اغېز لري وځپي.

په ورته وخت کې د ولسي جرګې غړي خلیل الله شهید زاده جمهور خبري آژانس ته و ویل، چې که ناامنۍ همداسې دوام ولري نو د مرکزي ولایتونو په ډېری ولسوالیو کې به د ولسمشرۍ ټاکنې تر سره نه شي.

د هغه په وینا له یوې خوا سخت ژمي په مخکې کې دی او له بلې خوا د حکومت کمزوری مدیریت به د دې سبب شي، چې ډېری ولسوالۍ سقوط وکړي.

جمهورخبري آژانس:محمد رقیب فیاض



 


د مطلب کود: 110058

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/110058/

جمهور
  https://www.jomhornews.com