امریکا هم د مسکو غونډې ته خپل پلاوی لېږي

17 عقرب 1397 ساعت 13:58

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د افغان سولې په تړاو د مسکو په جوړېدونکې غونډه کې به د دوی یو پلاوی هم ګډون وکړي.


د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د افغان سولې په تړاو د مسکو په جوړېدونکې غونډه کې به د دوی یو پلاوی هم ګډون وکړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې تر دې وړاندې داسې راپورونه و، چې ښايي امریکا په دې غونډه کې ګډون ونه کړي، خو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند رابرټ پالادینو ویلي، چې امریکا د مسکو غونډې ته خپل پلاوی لېږي.

نوموړي زیاته کړې، چې د مسکو په غونډه کې د ګډون پرېکړه یې له افغان حکومت سره تر سلا مشورو وروسته کړې ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، دا پلاوی به په روسیه کې له خپل سفارته غوره کړي.

د ده په وینا امریکا به له هغو هېوادونو سره په ګډه کار وکړي چې هڅه کوي افغان کشالې ته له سوله ییزو لارو چارو د حل لاره لټوي.

باید و ویل شي، چې د افغان سولې په اړه د مسکو غونده د راتلونکې جمعې په ورځ جوړېدونکې ده، چې په کې به د امریکا په ګډون د سیمې د ۱۲ هېوادونو استازي ګډون وکړي.

په دغه غونډه کې به د افغانستان د سولې عالي شورا پلاوی او دغه راز د وسله والو طالبانو استازي هم ګډون ولري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 110061

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/110061/

جمهور
  https://www.jomhornews.com