میدان وردګ او غزني کې امنیتي ځواکونو او طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې

17 عقرب 1397 ساعت 14:09

سیمه ییز چارواکي وايي، میدان وردګ او غزني ولایتونو کې د افغان ځواکونو او طالبانو تر منځ نښتو کې دواړو لورو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.


سیمه ییز چارواکي وايي، میدان وردګ او غزني ولایتونو کې د افغان ځواکونو او طالبانو تر منځ نښتو کې دواړو لورو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د غزني د والي ویاند عارف نوري وایي، د غزني ښار اړوند د قلعه قاضي او د اندړو ولسوالۍ په سرخ دېوال سیمه کې د طالبانو په بریدونو کې څلور پولیس وژل شوي او ۸ نور ټپیان شوي دي.

نوموړی وايي، په دغه جګړو کې وسله والو طالبانو ته هم درنه مرګ ژوبله اوښتې خو د کره شمېر په اړه یې معلومات نه درلودل.

بل خوا د میدان وردګو د والي ویاند عبدالرحمن منګل د دې ولایت په سیدآباد ولسوالۍ کې د افغان پوځ پر یوه پوسته د طالبانو د برید پخلی کړی دی.

نوموړي ویلي، چې طالبانو تېره شپه د یادې ولسوالۍ د مملو په سیمه کې د افغان پوځ په یوه پوسته برید کړی، چې درې سرتېري په کې وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي دي.

منګل وايي، د افغان ځواکونو په ځوابیه برید کې پنځه وسله وال طالبان هم وژل شوي او ۷ نور ټپیان شوي دي.

طالب ویاند مجاهد هم په دواړو ولایتونو کې د جګړو د پخلي تر څنګ د ۸۳ افغان سرتېرو د مرګ ژوبلې ادعا کړې ده.

مجاهد وايي، په دغو جګړو کې طالبانو د حکومتي سرتېرو دوه قرارګاوې او پنځه پوستې هم نيولې دي، خو د خپل لوري د مرګ ژوبلې په اړه یې څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:غزني
 
 
 


د مطلب کود: 110063

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/110063/

جمهور
  https://www.jomhornews.com