۰
لوی ملي ائتلاف:

ډېر ژر به خپل انتخاباتي ټیکټ اعلان کړو/ له بایو متریک پرته رایې راته د منلو نه دي

پنجشنبه ۱۷ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۳۷
د افغانستان لوی ملي ائتلاف لوړ پوړي غړي وايي، د ولسمشرۍ له پاره د دغه ائتلاف د نوماندانو نوملړ چمتو شوی او ډېر ژر به خپل انتخاباتي ټيکټ اعلان کړي.
ډېر ژر به خپل انتخاباتي ټیکټ اعلان کړو/ له بایو متریک پرته رایې راته د منلو نه دي
د افغانستان لوی ملي ائتلاف لوړ پوړي غړي وايي، د ولسمشرۍ له پاره د دغه ائتلاف د نوماندانو نوملړ چمتو شوی او ډېر ژر به خپل انتخاباتي ټيکټ اعلان کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د دغه ائتلاف غړو نن پنشنبې د لړم ۱۷ مه کابل کې د یوې خبري غونډې پر مهال و ویل، چې د لوی ملي ائتلاف د ولسمشرۍ ټاکنیز ټیکټ کې به ۸ کسان شامل وي.

د ائتلاف غړي احمد ضیا مسعود په خپلو خبرو کې و ویل، هر هغه کس چې د دغه ائتلاف له خوا ولسمشرۍ ته نوماندېږي، درې مرستیالان به ولري او دغه راز د ائتلاف په ټیکټ کې د صدراعظم څوکۍ هم شته چې هغه به هم درې مرستیالان ولري.

د هغه په وینا که څه هم په اساسي قانون کې د صدراعظم څوکۍ نشته خو دا چې دوی د ولسمشرۍ ټاکنې وګټې د ولسمشر د یوه تقنني فرمان پر بنسټ د درېیم مرستیال او دغه راز به د صدراعظم څوکۍ او د هغو د مرستیالانو له پاره په قانوني اساسي کې د لویې جرګې له لارې د تعدیل زمینه برابره او د صدارت څوکۍ به رامنځ ته کړي.

احمدضیا مسعود ټينګار وکړ، چې لوی ملي ائتلاف د هېواد اوسنیو شرایطو او جوړښتونو ته په اړتیا سره د ولسمشر له پاره د دریو مرستیالانو او دغه راز د صدارت د څوکۍ او د دریو مرستیالانو د رامنځ ته کېدو انتخاباتي ټیکټ چمتو کړی او له دې کار څه یې موخه په اصلاحات دي.

نوموړي له لوی ملي ائتلاف څخه د انورالحق احدي په مشرۍ د وتلې جبهې وتلو ته په اشارې و ویل، چې په لوی ملي ائتلاف کې یوازې هغه کسانو ته ځای شته، چې د دغه ائتلاف له سیاسي او ټولنیزو اصلاحاتو سره همغږي او عملي کوونکي وي.

مسعود هغه آوازې هم په کلکه رد کړې، چې ګڼې لوی ملي ائتلاف په پام کې لري له دغه ائتلاف څخه د باندې د ولسمشرۍ د یوه بل نوماند ملاتړ وکړي.

نوموړي و ویل«لوی ملي ائتلاف به له دغه ائتلاف څخه د باندې د هېڅ یوه نوماند ملاتړ ونه کړي.»

بلخوا نوموړي د ولسي جرګې د تېرو ټاکنو په اړه و ویل، چې دغه ټاکنې له درغلۍ ډکې وې او د رایې ورکولو په ډېری مرکزونو له بایومتریک څخه کار نه دی اخستل شوی او کمېسیون خپله کړې ژمنه په دې برخه کې نه ده پوره کړې.

نوموړي ټینګار وکړ، چې له بایومتریک پرته رایې لوی ملي ائتلاف ته د منلو نه دي او له کمېسیون یې غوښتنه وکړه، چې د خپلو مخکنیو ژمنو پر اساس هغه رایې، چې نه دی بایومتریک شوې، باطلې اعلان کړي.

د لوی ملي ائتلاف دغه غړي و ویل، چې دوی د کمېسیون له خوا د د عادلانه او شفافو ټاکنو پایلو ته انتظار باسي او که یې چېرې چارې په سیمه توګه عملي نه کړې، د کمېسیون غړي به د ولسمشرۍ ټاکنو له پاره د لوی ملي ائتلاف له پاره د منلو نه وي.

د دغه ائتلاف یو بل غړي او د ولسي لومړی مرستیال همایون همایون هم ورته څرګندونې وکړې او ټینګار یې وکړ، چې له بایومتریک پرته رایې لوی ملي ائتلاف ته د منلو نه دي.

دغه راز همایون و ویل، چې حکومت باید د جنرال رازق د ده په وینا د ائتلاف یو مهم غړی و د ترور پېښه هم په جدي توګه وڅېړي.

جمهورخبري آژانس:عبدالجلیل سروش
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي