۰

ولسمشر غني بامیانو کې د دریو پروژو د بنسټ ډبره کېښوده

شنبی ۱۹ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۴۶
افغان ولسمشر محمد اشرف غني بامیانو ته تللی او هلته یې د برېښنا د دریو مهمو پروژو د بنسټ ډبر کېښوده.
ولسمشر غني بامیانو کې د دریو پروژو د بنسټ ډبره کېښوده
افغان ولسمشر محمد اشرف غني بامیانو ته تللی او هلته یې د برېښنا د دریو مهمو پروژو د بنسټ ډبر کېښوده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي غني، چې د مرکزي ولایتونو په سفر وتلی پرون جمعه د لړم ۱۸ مه مازیګر مهال له دایکنډي څخه بامیانو ولایت ته ولاړ.

ښاغلي بامیانو ته په رسېدو سره په دغه ولایت کې ٢٢٠ کيلو ولټه برښناکوټ جوړول او بله د باميان د شل زره نويو پيرودونکو لپاره د برښنا رسولو د توزيعي شبکې پروژه، او دغه راز له دوشي تر بامیانو پورې د ۲۲۰ کیلوولټ برېښنا مزي د غځولو پروژې د بنسټ ډبرې کېښودې.

د برښنا شرکت د معلوماتو له مخې، دغه درې پروژې شااوخوا ٨٠ ميليونه امريکايي ډالره ارزښت لري چې تړونونه يې مخکې د برښنا شرکت د عمومي رئيس او درېيو کمپنيو سره لاسليک شوي دي.

د اسيا پرمختيايي بانک د دغو پروژو لګښت ورکوي چې کارونه به يې په راتلونکو دوو کلونو کې بشپړ شي.

ولسمشر غني په خپلو خبرو کې و ویل، چې پروژو په بشپړېدو سره به بامیاني کورنۍ له برېښنا برخمنې او دغه راز به په دې ولایت کې زراعت، صنعت او ترانسپورټ هم ورسره وده وکړي، چې وروسته به دا لړۍ دایکنډي ولایت ته هم وغځول شي.

جمهورخبري آژانس:بامیان
 


 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي