هند د سیمې له هېوادونو غوښتي، چې د افغان سولې په برخه کې مرسته وکړي

19 عقرب 1397 ساعت 9:33

هند وایي، په افغانستان کې د سولې له پاره د افغان حکومت په مشرۍ د سولې د هر ډول خبرو ملاتړ کوي او د سیمې پر هېوادونو يې غږ کړی، چې د افغان سولې او ثبات له پاره همکاري زیاته کړي.


هند وایي، په افغانستان کې د سولې له پاره د افغان حکومت په مشرۍ د سولې د هر ډول خبرو ملاتړ کوي او د سیمې پر هېوادونو يې غږ کړی، چې د افغان سولې او ثبات له پاره همکاري زیاته کړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې هندي چارواکو زیاته کړې، که څه هم دوی د افغان سولې په تړاو د مسکو په غونډه کې ګډون نه دی کړی، خو هند په دغه هېواد کې د سولې او ثبات کلک ملاتړ کوي.

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند په نوي ډهلي کې د خبرو پر مهال ویلي، هند د افغانستان په سوله او سیاسي مذاکراتو کې هر ډول خبرو ته تیار دی، خو په مسکو کې جوړه شوې غونډه یوازې سولې ته د زمینې برابرولو هڅه ده.

د راویش کومار په خبره هند تل د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې خبرې غوښتې دي نو له همدې امله یې د مسکو غونډې ته حکومتي پلاوی نه دی لېږلی.

هغه وايي د مسکو غونډې ته یې غیر رسمي پلاوی لېږلی، ځکه هند یوازې د افغانانو په مشرۍ او مالکیت سوله کې رسمي همکاري کولی شي.

هند د سیمې پر هېوادونو غږ کړی چې په افغانستان کې د افغانانو په مشرۍ د سولې خبرو ته زمینه برابره کړي او په دې توګه ټولې سیمې ته ثبات راولي.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغان سولې په تړاو د مسکو غونډه پرون جمعه تر سره شوه، چې په کې د افغان سولې عالي شورا پلاوی او د وسله والو طالبانو استازو هم ګډون کړی وو.

د سولې عالي شورا په دغه کنفرانس کې طالبانو ته د ولسمشر غني د سولې بې قید شرطه طرحه یو ځل بیا وړاندې کړه، او له وسله والو طالبانو یې وغوښتل، چې له افغان حکومت سره د خبرو له پاره ځای او نېټه وټاکي.

خو طالب استازو په دې کنفرانس کې ویلي، که امریکا له افغانستان د ځواکونو د وتلو اعلان وکړي، دوی چمتو دي، چې د سولې خبرې پیل کړي.

طالبانو په اوس مهال کې له افغان حکومت سره د سولې د مخامخ خبرو شونتیا رد کړې ده او وايي له امریکا سره د دغه هېواد د ځواکونو د وتلو پر سر خبرې کوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 110088

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/110088/

جمهور
  https://www.jomhornews.com