افغان حکومت:

طالبان دې د مسکو له ناستې د وسیلې په توګه ګټه نه پورته کوي

19 عقرب 1397 ساعت 10:21

افغان حکومت وايي، وسله والو طالبانو ته باید اجازه ورنه کړل شي، چې د مسکو له ناستې د وسیلې یا ابزار په توګه ګته پورته کړي.


افغان حکومت وايي، وسله والو طالبانو ته باید اجازه ورنه کړل شي، چې د مسکو له ناستې د وسیلې یا ابزار په توګه ګته پورته کړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې افغان حکومت هیله څرګندنه کړې، چې دغه ناسته به د افغان حکومت او طالبانو تر منځ نېغو خبرو ته لار هواره کړي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت دغه راز د هر هغه هېواد ستاینه کړې، چې سولې ته د رسېدو په برخه کې له افغانستان سره مرسته کوي، خو وايي، د سولې خبرې باید د افغانستان په مالکیت او رهبرۍ تر سره شي.

دغه وزارت په یوه خبرپانه کې ویلي، د مسکو دا ناسته د پخوانيو هغو (مسکو فارمټ) په تعقیب ناسته نه وه چې د خپلواکو هېوادونو ترمنځ ترسره شوه او د افغانستان حکومت هم په کې ګډون درلود، بلکې په پرونۍ ناسته کې طالبانو ته هم د ګډون بلنه ورکړل شوې.

په خبرپاڼه کې ویل شوي د تاشکند ناستې او کابل بهیر د اصولو او پرېکړو پر اساس باید افغان حکومت او طالبان په مستقیم ډول له یو بل سره د سولې خبرو اترو ته کېني.

افغان حکومت زیاته کړې، چې دوی د سولې بهیر د څرنګوالي میکانیزم په باب د کابل او تاشکند ناستو پر منل شوو اصولو چې د ملي او نړیوالې اجماع پر اساس رامنځته شوي، ټینګار کوي.

خبرپاڼه وايي، د روسیې هېواد په کوربه توب د سولي عالي شورا د یو غیر دولتي او په ورته وخت کې د يو ملي بنسټ په توګه په دې ناسته کې ګډون کوي څو د نېغ په نېغه خبرو اترو د پیل پر لارو چارو بحث وکړي.

سرچینې ټینګار کړی، چې د افغانستان او روسیې ترمنځ د شوي تفاهم پر اساس، د افغانستان حکومت هیله من دی چې دغه ناسته به د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ نېغ په نېغه خبرو اترو ته لاره هواره کړي.

په خبرپانه کې پر دې هم ټینګار شوي، چې طالبانو ته باید اجازه ورنه کړل شي چې له دې ناستې د وسيلې يا ابزار په توګه ګټه پورته کړي.

باید و ویل شي، چې د افغان سولې په تړاو د مسکو غونډه پرون جمعه د لړم ۱۸ مه تر سره شوه.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 110091

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/110091/

جمهور
  https://www.jomhornews.com