د ولسي جرګې رییس:

د طالبانو سره قطعه باید ژر تر ژره له منځه یووړل شي

19 عقرب 1397 ساعت 13:51

د ولسي جرګې رییس عبدالروف ابراهمي وايي، د وسله والو طالبانو سره قطعه ګواښوونکې شوې او ژر تر ژره باید حکومت د دغه قطعې د لمنځه وړلو له پاره لاس په کار شي.


د ولسي جرګې رییس عبدالروف ابراهمي وايي، د وسله والو طالبانو سره قطعه ګواښوونکې شوې او ژر تر ژره باید حکومت د دغه قطعې د لمنځه وړلو له پاره لاس په کار شي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ابراهیمي د جرګې د نن شنبې د لړم ۱۹ مې په عمومي غونډه کې و ویل، چې د طالبانو سره قطعه په پرمختللو وسلو، تجهیزاتو او شپني دوربین سمبال دي، چې د دوه کلونو راهیسې یې افغان امنیتي ځواکونو له ستونزو سره مخ کړي دي.

ابراهیمي د شمال په ځانګړې توګه، د قندوز، تخار او بدخشان ولایتونو امنیتي وضعیت خرابېدو ته په اشارې و ویل، چې امنیتي ارګانونونه باید په یوه بېړنۍ ناسته کې له دغه قطعې سره د مقابلې موضوع جدي وڅېړي او باید ژر تر ژره د دغه قطعې پر وړاندې لاس په کار او له منځه یې یوسي.

هغه په مرکزي سیمو کې د طالبانو وروستي بریدونه د مسکو غونډې سره غوټه وبلل، چې په وینا یې طالبان غواړي په دې سره سولې د خبرو پروسه کې امتیازونه تر لاسه کړي.
 
جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني
 
 


د مطلب کود: 110106

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/110106/

جمهور
  https://www.jomhornews.com