د ولسي جرګې څلور نوماندان څارنوالۍ ته معرفي شول

19 عقرب 1397 ساعت 14:05

له پکتیا د ولسي جرګې د تېرو ټاکنو څلور نوماندان د دغه ولایت د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون له لوري څارنوالۍ ته ورپېژندل شوي دي.


له پکتیا د ولسي جرګې د تېرو ټاکنو څلور نوماندان د دغه ولایت د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون له لوري څارنوالۍ ته ورپېژندل شوي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د دغه نوماندانو تر څنګ د دغه ولایت ځینې سیمه ییز چارواکي او د افغان پوځ یو افسر هم څارنوالي ته ورپېژندلي دي.

د جمهور آزانس د خبر له مخې د پکتیا د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون وایي، نواب منګل، ښایسته جان احدي، فرید الله ځاځی او حفیظ مبارز هغه څلور نوماندان دي، چې څارنوالۍ ته ورمعرفي شوي دي.

د دې تر څنګ یاد کمېسیون زیاتوي، چې د اریوب ځاځي او لجې منګل ولسوالیو امنیه قوماندانان او ولسوالان، د میرزکې امنیه قوماندان او دغه راز د تندر قول اردو د لوجستیک آمر هم څارنوالۍ ته ورپېژندل شوي دي.

د پکتیا د ټاکنیزو شکایتونو اورېدو کمېسیون وایي، دغه نوماندان او سیمه ییز چارواکي په ټاکنو کې د لاسوهنې او درغلۍ په تور څارنوالۍ ته ورپېژندل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې وړاندې تر دې هم په پکتیا کې لسګونو کسانو د اعتراضونو په ترڅ کې په پکتیا کې ځینې چارواکي او یو شمېر نوماندان په ټاکنو کې په لاسوهنه تورن کړي وو او له حکومته یې د هغوی د مجازات غوښتنه کوله.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 110109

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/110109/

جمهور
  https://www.jomhornews.com