هرات کې د غلو یوه ډله نیول شوې ده

19 عقرب 1397 ساعت 14:30

سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، هرات کې پولیسو او ملي امنیت ځواکونو د غلو هغه ډله نیولې، چې د یوه بانک د پيسو په موټر یې برید کړی وو.


سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، هرات کې پولیسو او ملي امنیت ځواکونو د غلو هغه ډله نیولې، چې د یوه بانک د پيسو په موټر یې برید کړی وو.

د جمهور آژانس د خبر له مخې څو ورځې وړاندې یو شمېر غلو د هرات ښار پنځمه امنیتي حوزه کې د یوه بانک پر موټر برید کړی و، چې له پولیسو سره جګړه کې یو غل وژل شوی هم وو.

د هرات امنیه قومانداني وايي، تر دې پېښې وروسته پولیسو او ملي امنیت په ګډه د نورو غلو د موندلو له پاره پلټنې او عملیات پیل کړل، چې په ترڅ کې یې نن شنبې د لړم ۱۹ مه د دغه پېښې عاملین غله ونیول شول.

د امنیه قوماندانۍ په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د بانک په موټر برید کوونکي غله د پولیسو له خوا تر پېژندنې وروسته نن د هرات ولایت د انجیل ولسوالۍ د پرک په کلي کې نیول شوي دي.

خبرپاڼه وایي، د بانک په موټر د برید د اصلي عامل په ګډون ۷ تنه وسله وال غله نیول شوي، چې دا مهال په امنیه قوماندانۍ کې تر پلټونو لاندې دي.

سرچینه زیاتوي، چې دغه غلو څخه دوه میله تومانچې، یو عراده موټر، دوه عرادې موټر سایکلونه او پنځه میلیونه او دوه سوه زره زیاتې افغانۍ هم نیول شوي دي.

جمهورخبري آژانس:هرات
 
 


د مطلب کود: 110112

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/110112/

جمهور
  https://www.jomhornews.com