سیمه ییز چارواکي وايي، د هرات ولایت د کوهسان ولسوالۍ ولسوال په یوه چاودنه کې وژل شوی او دوه تنه نور ټپیان شوي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د هرات د والي ویاند جیلاني فراد د پېښې له جزیاتو ورکولو پرته ویلي، چې دغه پېښه نن شنبې د لړم ۱۹ مه د ولسوال په دفتر کې رامنځ ته شوې ده.
په ورته وخت کې ویل کېږی، چې چاودېدونکي توکي د کوهستان د ولسوال حاجي امیر په دفتره کې ځای پر ځای کړای شوي وو.
په چاودنه کې خپله حاجي امیر وژل شوی او دوه کسان نور ټپیان شوي دي.
تر اوسه د دغه پېښې مسوولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.
جمهورخبري آژانس:هرات