تر دوه ورځو پورې به د ولسمشرۍ د نوماندانو نوم لیکنې نېټه اعلان شي

19 عقرب 1397 ساعت 15:18

د ټاکنو خپلواک کمېسیون چارواکي وایي، تر راتلونکو دوه ورځو پورې به ولسمشرۍ ټاکنو له پاره د نوماندانو د نوم لیکنې نېټه اعلان کړي.


د ټاکنو خپلواک کمېسیون چارواکي وایي، تر راتلونکو دوه ورځو پورې به ولسمشرۍ ټاکنو له پاره د نوماندانو د نوم لیکنې نېټه اعلان کړي.

دغه راز کمېسیون زیاتوي، چې د ولایتي شوراګانو، ولسوالیو شوراګانو او د غزني ولایت د ولسي جرګې ټاکنې به د ولسمشرۍ له ټاکنو سره یو ځای تر سره شي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د یاد کمېسیون رییس ګلاجان عبدالبدیع صیاد نن شنبې د لړم ۱۹ مه د یوې خبري غونډې پر مهال و ویل، چې  ولسمشرۍ راتلونکې ټاکنې به په خپل ټاکلي وخت د ۱۳۹۸ کال د وري میاشتې په ۳۱ مه نېټه تر سره شي.

نوموړي زیاته کړه، چې د ولسمشرۍ ټاکنو له پاره د کمېسیون چمتوالی روان دی او د امنیت او بودیجې په اړه یې له حکومت او نړیوالې ټولنې سره خبرې روانې دي.

دی وایي، کمېسیون به د ولسمشرۍ له ټاکنو ۱۸۰ ورځې وړاندې تفصلي ټایم لاین چې پر چمتوالي یې کار روان دی او په راتلونکو درې ورځو کې به اعلان شي شي.

د صیاد په وینا، دا چې د کمېسیون کارکوونکي دا مهال د ولسي جرګې ټاکنو په تخنیکي مسایلو بوخت دي او وخت نه لري نو له همدې کبله به د ولسمشرۍ ټاکنو له پاره د نوماندانو نوم لیکنه تر راتلونکو دوه ورځو پورې اعلان شي.

صیاد زیاته کړه، چې کمېسیون په پام کې لري، چې د ولسمشرۍ له ټاکنو سره یو ځای د ولایتي شوراګانو، ولسوالیو شوراګانو او د غزني د ولسي جرګې ټاکنې هم تر سره شي.

خو په وینا یې د ولسوالیو شوراګانو په ټاکنو کې مخکنۍ ستونزې چې یو له هغو هم د نوماندانو له پاره د ۱۲ ټولګې شهادت پاڼې او دغه راز د ښځینه نوماندانو شتون اړین و، تر اوسه پر ځای پاتې دي، خو له حکومت سره یې پر حل خبرې روانې دي.

دغه راز هغه د غزني د ټاکنو په اړه هم و ویل، چې د دغه ولایت د ولسي جرګې ټاکنې د ځینو ستونزو له امله تر سره نه شوې، خو اوس حکومت د دغه ستونزو د حل له پاره لاس په کار شوی او هیله ده، چې ژر به دا ستونزه هم حل او ټاکنې به تر سره شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 110116

دمطلب پته: http://jomhornews.com/ps/news/110116/

جمهور
  http://jomhornews.com