جاغوري هم ښايي په ولایت تبدیل شي

20 عقرب 1397 ساعت 7:58

د ولسمشرۍ ماڼۍ مرستیال ویاند وايي، د ادارې واحدونو بیا ارزونه کېږي او د هغو پر اساس ښايي جاغوري ولسوالۍ په ولایت بدل شي.


د ولسمشرۍ ماڼۍ مرستیال ویاند وايي، د ادارې واحدونو بیا ارزونه کېږي او د هغو پر اساس ښايي جاغوري ولسوالۍ په ولایت بدل شي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې شاه حسین مرتضوي په خپله فسبوک پاڼه لیکلي، چې ولسمشر بامیانو او دایکنډي ولایتونو ته د سفر پر مهال د اداري واحددونو د بیا ارزونې خبر ورکړ.

نوموړي وايي، د ولسمشر غني د تصمیم پر بنسټ په د وزارتونو شمېر را کم او د ولایتونو شمېر به زیات شي.

دی زیاتوي، ولسمشر په خپلو خبرو کې و ویل، چې اداري واحدونه بیا ارزول کېږي او د جاغوري ولسوالۍ ولایت کول د خلکو پخوانی غوښتنه ده.

د ولسمشرۍ ماڼۍ مرستیال ویاند وايي، که جاغوري په ولایت بدل شي نو د مالستان، جاغوري، قرباغ او اروزګان امنیتي حالت به هم ښه شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 110120

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/110120/

جمهور
  https://www.jomhornews.com