۰

حکمتیار او جنرال دوستم پر ولسمشرۍ ټاکنو خبرې کړې دي

یکشنبه ۲۰ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۲۴
د اسلامي حزب مشر ګلبدین حکمتیار او د ولسمشر غني لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم سره لیدلي دي.
حکمتیار او جنرال دوستم پر ولسمشرۍ ټاکنو خبرې کړې دي
د اسلامي حزب مشر ګلبدین حکمتیار او د ولسمشر غني لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم سره لیدلي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ښاغلي حکمتیار او ښاغلي دوستم لیدنه تېره شپه (د لړم ۱۹مه) سره لیدلي دي.

ویل کېږي، په دغه لیدنه کې دواړو لورو د نورو مسایلو تر څنګ د راتلونکو ولسمشریزه ټاکنو په اړه هم بحث او خبرې کړې.

د حکمتیار رسنیز دفتر هم د دغه لیدنې پخلی کړی خو په اړه یې جزیات نه دي په څرګند کړي.

خو د جنرال دوستم د دفتر رییس عنایت الله بابر فرهمند وايي، په دغه لیدنه کې دواړو لورو د سولې، د ولسي جرګې د تېرو ټاکنو پر شفافیت او راتلونکو ولسمشریزه ټاکنو خبرې کړي دي.

د فرهمند په وینا د خبرو مهم ټکی دا و، چې څنګه وکړای شي، د سیاسي ګوندونو او سیاسي جریانونو یو ګډ ټیم د ولسمشرۍ ټاکنو په اړه بحث او نظریات سره تبادله کړي.

حکمتیار او دوستم پر داسې مهال د ولسمشرۍ ټاکنو په اړه خبرې کوي، چې ټاکل شوې په څو ورځو کې د ولسمشرۍ ټاکنو زماني مهال وېش رسمآ د کمېسیون له خوا اعلان شي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون پرون و ویل، چې د ولسمشرۍ ټاکنې به د راتلونکي ۱۳۹۸ کال د وري میاشتې په ۳۱ مه نېټه تر سره شي.

د کمېسیون رییس ګلاجان عبدالبدیع صیاد و ویل، چې کمېسیون به ډېر ژر د ولسمشرۍ له پاره د نوماندانو نوم لیکنې پروسې د نېټې اعلان هم په راتلونکو څو ورځو کې وکړي.

نوموړي و ویل، چې کمېسیون د دغه ټاکنو له پاره بشپړ چمتوالی لري او د امنیت او بودیجې په اړه یې له حکومت او نړیوالې ټولنې سره خبرې روانې دي.

باید و ویل شي، چې د ولسمشرۍ ټاکنو په رانېږدې کېدو سره انتخاباتي ټکټونه هم په جوړېدو دي.

ولسمشر غني خو له وړاندې ویلي، چې بیا ټاکنو ته درېږي تر څو خپل نیمګړي کارونه بشپړ کړي.

دغه راز لوی ملي ائتلاف هم ویلي، چې ډېر ژر به خپل انتخاباتي ټکټ اعلان کړي.

د لوی ملي ائتلاف په انتخاباتي ټکټ کې به ولسمشر درې مرستیالان ولري او دغه راز د صدرارت څوکۍ او د هغې درې مرستیالان به هم وټاکل شي.

تر اوسه پورې په غیر رسمي توګه ولسمشر غني، اجرائیه رییس عبدالله عبدالله، د ملي امنیت شورا پخواني سلاکار محمد حنیف اتمر، هند کې د افغانستان پخواني سفیر شیدا محمد ابدالي او دغه راز د کورنیو چارو پخواني وزیر محمد عمر داودزي د نوماندۍ چمتوالی ښودلی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي