سیمه ییز چارواکي وايي، د غزني ولایت جاغوري ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او طالبانو تر منځ جګړې سختې شوې او درنه مرګ ژوبله رامنځ ته شوې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په جاغوري ولسوالۍ کې له تېرو څو ورځو راهیسې جګړه روانه ده خو وړمه شپه یو ځل بیا طالبانو پر دغه ولسوالۍ پراخه بریدونه کړي دي.
د غزني د امنیه قواندانۍ ویاند احمدخان سیرت وايي، د طالبانو په بریدونو کې ۱۰ کمانډو سرتېري او ۱۵ ولسي وګړي وژل شوي او دغه راز ۶ کمانډو او ۱۱ ملکي وګړي ټپیان شوي دي.
په ورته وخت کې سیرت زیاتوي، چې په سیمه کې د طالبانو پر خځو هم هوايي بریدونه شوي، چې درنه مرګ ژوبله ورته اوښتې خو د شمېر په اړه یې کره معلومات نه لري.
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد هم جاغوري کې د جګړې پخلی او د ۲۰ افغان سرتېرو د وژلو ادعا کړې ده.
مجاهد په پیغام کې د خپل لوري د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي، خو وايي په عملیاتو کې د ولسي وګړو ژوند ته ځانګړې پاملرنه کېږي.
جمهورخبري آژانس:غزني