۰
د ملي امنیت شورا سلاکار:

د غزني امنیت موضوع به په جدي ‌‌‌‌‌‌ډول تعقیب شي

دوشنبه ۲۱ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۲۱
د ملي امنیت شورا سلاکا ډاکتر حمدالله محب وايي، د غزني د امنیت ټینګښت موضوع په جدي ‌‌‌‌‌‌ډول څارل کېږي او په دې برخه کې دفاع وزارت ته لازمې لارښونې شوې دي.
د غزني امنیت موضوع به په جدي ‌‌‌‌‌‌ډول تعقیب شي
د ملي امنیت شورا سلاکا ډاکتر حمدالله محب وايي، د غزني د امنیت ټینګښت موضوع په جدي ‌‌‌‌‌‌ډول څارل کېږي او په دې برخه کې دفاع وزارت ته لازمې لارښونې شوې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي محب دغه څرګندونې په ولسي جرګه کې د غزني ولایت د استازو سره په کتنه کې کړې دي.

د جرګې دغه غړي پرون د ملي امنیت شورا سلاکار ته ورغلي تر څو د غزني په مالستان او جارغوري ولسوالیو کې د وروستیو جګړو په اړه ورسره خبرې وکړي.

د ملي امنیت شورا دفتر وايي، د جرګې غړو و ویل، چې د غزني ولس د خپلو امنیتي او دفاعي ځواکونو هر اړخیز ملاتړ کوي.

د دوی په وینا د غزني خلک له نظام دفاع او د دښمن د ځپلو برخه کې د خپل وسله وال پوځ خوا کې ولاړ دي او هر راز قربانۍ ته چمتو دي.

په ورته وخت کې د ملي امنیت شورا سلاکار د جرګې استازو ته ډاډ ورکړی، چې د غزني د امنیت ټینګښت موضوع په جدي ‌‌‌‌‌‌ډول څارل کېږي او په دې برخه کې دفاع وزارت ته لازمې لارښونې شوې دي.

د ملي امنیت شورا سلاکار ښاغلي محب ویلي، چې د غوڅ ملاتړ ماموریت په مرسته به د دښمن د ځپلو لپاره هوايي او ځمکني عملیات روان وي.

نوموړي زیاته کړې، چې د  غزني د امنیت تامین اړوند به د خلکو وړاندیزونه عملي شي او امنیتي او دفاعي ځواکونو په هر ډول شرایطو کې له خپلو خلکو دفاع وکړي.

‌‌‌‌‌‌ډاکټر محب د امنیت ټینګښت برخه کې د خلکو ون‌‌‌‌‌‌ډې ته په اشارې ټینګار وکړ، چې د خلکو او حکومت په مرسته به د افغانستان د خلکو دښمنان هېڅکله ونه توانېږي، چې خپلو غوښتنو ته ورسېږي او په وار وار یې ماته خوړلې ده.

د ملي امنیت شورا دفتر دغه څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې وړمه شپه یو ځل بیا وسله والو طالبانو پر جاغوري ولسوالۍ ډلییز بریدونه کړي دي.

د غزني د امنیه قوماندانۍ د ویاند احمد خان سیرت په وینا د طالبانو په بریدونو کې ۱۰ کمانډو سرتېري او ۱۵ ولسي وګړي وژل شوي او دغه راز ۶ کمانډو او ۱۱ ملکي وګړي ټپیان شوي دي.

باید و ویل شي، چې د غزني په جاغوري او مالستان ولسوالیو کې له تېرو څو ورځو راهیسې سختې جګړې روانې دي.

ویل کېږي، په دغه جګړو کې ولسي وګړو ته هم درنه مرګ ژوبله اوښتې او ډېری کورنۍ له خپلو سیمو کډه شوي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي