۰

کابل کې د جاغوري د جګړې غبرګون کې لاریون وشو

دوشنبه ۲۱ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۵۱
لسګونو کابل ښاریانو د غزني ولایت په جاغوریو ولسوالۍ کې د جګړې او په کې ملکي وګړو ته د اوښتې مرګ ژوبلې غبرګون کې لاریون وکړ.
کابل کې د جاغوري د جګړې غبرګون کې لاریون وشو
لسګونو کابل ښاریانو د غزني ولایت په جاغوریو ولسوالۍ کې د جګړې او په کې ملکي وګړو ته د اوښتې مرګ ژوبلې غبرګون کې لاریون وکړ.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې لاریون له تېرې شپې راهیسې پیل شوی، چې نن دوشنبې د لړم ۲۱ مه لا هم روان دی.

لاریون کوونکي د ارګ مخې ته راټول شوي او له حکومته مرکزي سیمو ته د سیمه ییزه ځواک د ملاتړ له پاره د مرستندویه امنیتي ځواکونو د ورلېږلو غوښتنه کوي.

ویل کېږی، امنیتي ځواکونو نن سهار ارګ ته غځېدلې لارې تړلې دي.

د دې تر څنګ د کابل پوهنتون یو شمېر محصلانو هم په لاریون لاس پورې کړی او د دغه پوهنتون دروازې یې د محصلانو پر مخ تړلې دي.

باید و ویل شي، چې طالبانو له تېرو څو ورځو راهیسې د غزني په مالستان، جاغوریو او د اروزګان په خاص اروزګان ولسوالۍ کې بردیونو ته زور ورکړی دی.

راپورنه وايي، په دغه جګړه کې تر اوسه  لسګونه امنیتي ځواکونو، سیمه ییزه ځواکونو او ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د غزني د امنیه قوماندانۍ د ویاند احمدخان سیرت په وینا په تازه بریدونو کې ۱۰ کمانډو سرتېري او ۱۵ ولسي وګړي وژل شوي، شپږ کمانډو او ۱۱ ملکي وګړي ټپیان شوي دي.

راپورنه زیاتوي، چې په جګړه او هوايي بریدونو کې وسله والو طالبانو ته هم درنه مرګ ژوبله اوښتې، خو تر اوسه یې کره معلومات نه دي خپاره شوي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب پرون په ولسي جرګه کې د غزني د خلکو له استازو سره لیدنه کې هغوی ته ډاډ ورکړی، چې د جاغوري له پاره به جدي او ځانګړې پاملرنه وشي.

ښاغلي محب ویلي دفاع وزارت ته لارښوونه شوې، چې په دغه ولسوالۍ کې د وسله والو د ځپلو په موخه هوايي او ځمکني بریدونه زیات کړي.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي