۰
هندي رسنۍ:

طالبان لا هم د پاکستان په لاس کې دي او سولې ته یې نه پرېږدي

دوشنبه ۲۱ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۲۶
هندي رسنۍ د دغه هېواد د حکومتي سرچینو له قوله وایي، د طالبانو په ځپلو کې د امریکا او افغان حکومت کمزوري د دې سبب شوه، چې لا هم پاکستان ډېری مسایل په خپل واک کې ولري.
طالبان لا هم د پاکستان په لاس کې دي او سولې ته یې نه پرېږدي
هندي رسنۍ د دغه هېواد د حکومتي سرچینو له قوله وایي، د طالبانو په ځپلو کې د امریکا او افغان حکومت کمزوري د دې سبب شوه، چې لا هم پاکستان ډېری مسایل په خپل واک کې ولري.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې هندي کرونیکل ورځپاڼې په یوه مطلب کې د حکومتي سرچینو د معلوماتو پر بنسټ لیکلي، چې طالبان لا هم د پاکستان په کنټرول کې دي او دغه هېواد له یادې ډلې استفاده کوي او د سولې اجازه نه ورکوي.

سرچینې زیاته کړې، چې امریکا د طالبانو په ځپلو کې بریالۍ نه شوه، خو وروستي بدلونونه هم ډېر هیله بښونکي نه دي.

په ورته وخت کې ورځپانې ته حکومتي سرچینې ویلي، چې د افغانستان پر سر د مسکو او واشنګټن د کشمکش وېره شته ده.

په مطلب کې ویل شوي امریکا د افغان حکومت ملاتړې ده، روسیه ځان بې اغېزې بولي، نو ځکه یې له پاکستان سره لاس یو کړی دی او ددې تور شته چې له طالبانو ملاتړ کوي.

خو هندي حکومت هیله څرګنده کړې چې وکړی شي د افغان ستونزې په حل کې مرسته وکړي او له سوله ییزو لارو افغان جګړه پای ته ورسول شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي