۰
د ولسمشر دوهم مرستیال:

د جاغوري او مالستان په اړه پرېکنده امر صادر شوی/ د بې ځایه اوازو خپرولو ډډه وکړۍ

دوشنبه ۲۱ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۲۷
د ولسمشر دوهم مرستیال وايي، د غزني د جاغوري او مالستان ولسوالیو د جګړې په اړه حکومتي مشرتابه پرېکنده امرونه صادر کړي دي.
د جاغوري او مالستان په اړه پرېکنده امر صادر شوی/ د بې ځایه اوازو خپرولو ډډه وکړۍ
د ولسمشر دوهم مرستیال وايي، د غزني د جاغوري او مالستان ولسوالیو د جګړې په اړه حکومتي مشرتابه پرېکنده امرونه صادر کړي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې سرور دانش ویلي، چې ډېر ژر به په جاغوري او مالستان ولسوالۍ کې د دښمن بریدونه مات او په وړاندې به یې بېړني اقدامات تر سره شي.

نوموړي په جاغوري او مالستان کې جګړې ته په اشارې ویلي، دښمن چې وینه تویونه، د ملکيانو وژل، جور او غدۍ یې کړنلاره ده، غواړي په دغه ډول بریدونو سره افغان دولت تر خپل فشار لاندې راوړلي او خپلو موخو ته ورسېږي.

خو په وینا یې دښمن ړوند او بې فکره پرېکړه کړې ځکه افغان حکومت به په خپل ټول توان او امکاناتو او د امنیتي او دفاعي ځواکونو په مېړنې او سرښندنې سره د خپل ولس څخه دفاع وکړي.

ښاغلی دانش وایي، د حکومت مشرتابه په دې برخه کې قاطع امر صادر کړی، چې ژر تر ژره په جاغوري او مالستان دښمن وځي او د دغه ولسوالیو امنیت کابو کړي.

د ولسمشر دوهم مرستیال زیاته کړې، چې د امنیتي ارګانونو مشرانو هم په تېرو ۲۴ ساعتونو کې بشپړ چمتوالی نیولی او ډېر ژر به اقدامات تر سره شي.

هغه کابل کې په همدې تړاو لاریون ته په اشارې و ویل، چې لایون د خلکو حق دی او له هغوی یې وغوښتل، چې په آرامه توګه او هره قانوني لار خپلې غوښتنې حکومت سره مطرح کړي.

نوموړي لاریون کوونکو ته په اشارې له هغوی وغوښتل، چې یووالی وساتي او پر نورو فرعي مسایلو او داخلي توپیرونو ته لمن وهلو بوخت نه شي بلکې د قانوني لارې د خپل حق غوښتنه وکړي.

دغه راز دانش ویلي ټول باید هڅه وکړي، چې له بې ځایه اوازو، ناسموو معلوماتو او بې اساسه خبرونو او احساساتو ډډه وکړي او اجازه ورنکړي، چې ځینې کسان او کړۍ د سیاسي موخو په خاطر د دوی لیکو ته د ننه او د ځوانانو په احساساتي کولو او کارونې خپل شوم هدفونه تر لاسه کړي.

سرور دانش دغه څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب هم په ولسي جرګه کې د غزني استازو سره لیدنه کې هغوی ته ډاډ ورکړی، چې د جاغوري او مالستان په اړه به جدي او پرېکنده اقدامات تر سره شي.

باید و ویل شي، چې د غزنی په جاغوري او مالستان ولسوالیو کې له تېرو څو ورځو راهیسې د وسله والو طالبانو بریدونو زور اخیستی، چې له امله یې د امنیتي ځواکونو تر څنګ ولسي وګړو ته هم درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

په همدې تړاو نن کابل کې یو شمېر محصلینو هم په لاریون لاس پورې کړی او له حکومته غواړي، چې ژر تر ژره مرستندویه ځواکونه دغه ولسوالیو ته ولېږي او وسله والو وځپي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي