د پوځ چارواکي وايي، د هېواد په شمال او شمال لوېدیځ کې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې تر ۳۰۰ زیات وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په شمال کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو نن دوشنبې د لړم ۲۱ مه په یوه خبرپانه کې ویلي، طالبانو ته دغه مرګ ژوبله په تېره یوه میاشت کې اوښتې ده.
په خبرپاڼه کې ویل شوی، چې د پوځ په دې عملیاتو کې لږ تر لږه ۱۸۷ وسله وال مخالفین وژل شوي او ۱۳۳ نور ټپیان شوي دي.
سرچینه زیاتوي، چې په وژل شویو او ټپي طالبانو کې د هغوی ځینې مشهور قوماندانان هم شامل دي.
دغه راز د ۲۰۹ شاهین قول اردو زیاتوي، چې په دې عملیاتو کې ۲۵ وسله وال نیول شوي هم دي او ۱۱ تنه نور یې د سولې له پروسې سره وی ځای شوي دي.
خبرپاڼه وايي، همدارنګه په عملیاتو کې د وسله والو ۹۷ عرادې نقله وسایط، ۱۷۱ میله سپکې او درنې وسلې هم له منځه وړل شوي دي.
جمهورخبري آژانس:کابل