کورنیو چارو وزارت:

کابل کې شوې چاودنه ځانمرګی و او ۶ تنه په کې وژل شوي

21 عقرب 1397 ساعت 13:46

کورنیو چارو وزارت وایي، پلازمېنه کابل کې شوې چاودنه ځانمرګی برید و، چې له امله یې ۲۶تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


 کورنیو چارو وزارت وایي، پلازمېنه کابل کې شوې چاودنه ځانمرګی برید و، چې له امله یې ۲۶تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه برید نن دوشنبې د لړم ۲۱ مه څه کم دوه بجې د کابل ښار د دوهمې امنیتي حوزې اړوند د استقلال لېسې مخې ته شوی دی.

د کورنیو چارو وزارت په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې په دغه برید کې د درې مېرمنو په ګډون شپږ تنه وژل شوي او د دریو امنیتي سرتېرو په ګډون ۲۰ تنه نور ټپیان شوي دي.

نوموړي زیاته کړې، چې په دغه برید کې شپږ تنه وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان دی، خو دا چې وژل شوي او ټپیان ولسي وګړي دي که امنیتي ځواکونه څه یې نه دي ویلي.

د کابل پولیس وایي، بریدکوونکي پلی روان و او غوښتل یې د لاریون کوونکو منځ ته ځان ورسوي، خو هدف تر رسېدو وړاندې د پولیسو له خوا پېژندل شوی او ځان پورې تړولو توکو ته یې چاودنه ورکړې ده.

په خواله رسنیو د برید د ځای انځورونه ښيي، چې مرګ ژوبله ښايي زیاته وي او په دغه برید کې لاریون کوونکو ته هم مرګ ژوبله اوښتې وي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند ویلي، د بریدګر موخه د امنیتي ځواکونو د تلاشۍ پوسته وه نه لاریون کوونکي او لاریون کوونکو ته په کې زیان نه دی اوښتی.

خو په خواله رسنیو خپاره شوي انځورنه ښي، چې په دغه برید کې لاریون کوونکو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

دغه برید پر داسې مهال رامنځ ته کېږي، چې همدا نن کابل کې د غزني د جاغوري او مالستان ولسوالیو کې د جګړې غبرګون کې لاریون روان وو.

تر اوسه د دغه برید مسؤولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 110180

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/110180/

جمهور
  https://www.jomhornews.com