زلمی خلیزاد پر افغان سولې د خبرو له پاره مسکو ته ځي

21 عقرب 1397 ساعت 14:00

روسیې خبر ورکړی، چې د افغان سولې له پاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازي زلمی خلیلزاد مسکو ته ورځي.


روسیې خبر ورکړی، چې د افغان سولې له پاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازي زلمی خلیلزاد مسکو ته ورځي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې روسي رسنیو د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت د سرچینو له قوله ویلي مسکو ته د خلیلزاد د سفر موخه پر افغان سوله له روسي چارواکو سره خبرې کول دي.

که څه هم د روسیې ار ټي تلوېزیوني شبکې مسکو ته د خلیلزاد د سفر جزیات نه دي ورکړي خو د افغانستان له پاره د روسیې د ځانګړي استازي ضمیرکابلوف له قوله یې ویلي، چې دی له خیلزاد سره له نېږدې پېژني او دوی به په دې لیدنه کې پر افغان سولې مفصلې خبرې او بحث وکړي.

روسیې ته د خلیلزاد د احتمالي سفر راپور پر داسې مهال ورکول کېږي، چې روسې ویلي، د افغان سولې په تړواو مسکو کې دوهم غونډه هم جوړېږي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د مسکو په دوهم غونده کې د ګډون له پاره وسله والو طالبانو هم چمتوالی ښودلی دی.

وسله والو طالبانو د مسکو په دوهم غونده کې د ګډون او خلیلزاد تر اوسه د مسکو د سفر په اړه غبرګون نه دی ښودلی.

خو خلیلزاد د افغان سولې په تړاو سیمې ته خپل دوهم سفر پرون له کابله پیل کړل او کابل کې یې له ولسمشر غني او یو شمېر نورو چارواکو او سیاسي څېرو سره په جلا جلا توګه وکتل.

ښاغلي خلیلزاد د ولسمشر غني تر څنګ، د هغه له لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم، د جمعیت ګوند د اجرائیه رییس عطا محمد نور، د هرات له پخواني والي اسماعیل خان او ځینو نورو چارواکو سره کتلي دي.

له ولسمشر غني سره کتنه کې خلیلزاد ویلي، چې دی به د افغان سولې په تړاو د سیمې ځینو هېوادونو ته سفر وکړي او وروسته به هغه معلومات له ولسمشر غني سره شریک کړي.

باید و ویل شي، چې خلیلزاد تر دې څه موده وړاندې هم د افغان سولې په تړاو کابل، اسلام آباد، ریاض، قطر او متحده عربي اماراتو ته سفرونه وکړل او قطر کې یې د طالبانو له استازو سره خبرې وکړې.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 110182

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/110182/

جمهور
  https://www.jomhornews.com