د ولسي جرګې غړي:

د غزني د مالستان او جاغوري جګړه سیاسي ده/ روسیه او امریکا غواړي جګړه قومي کړي

21 عقرب 1397 ساعت 14:37

د ولسي جرګې ځینې غړي وایي، د غزني مالستان او جاغوري ولسوالیو جګړه سیاسي ده او د طالبانو یوه ډله بیا د مالستان په لور خوځېدلې ده.


د ولسي جرګې ځینې غړي وایي، د غزني مالستان او جاغوري ولسوالیو جګړه سیاسي ده او د طالبانو یوه ډله بیا د مالستان په لور خوځېدلې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د جرګې غړو نن دوشنبې لړم ۲۱ مې په عمومي غونډه کې و ویل، که مالستان او جاغوري ته بېړنۍ مرستې او امنیتي ځواکونه ونه لېږل شي، د جګړې اړخونه به نور هم پراخه شي.

په جرګه کې د غزني استازي محمد علي علي زاده زیاته کړه، چې تېره شپه د طالبانو یوې بلې ډلې د اروزګان څخه مالستان ته حرکت کړی تر څو د طالبانو د جګړې لومړي لیکې غښتلې کړي.

نوموړي و ویل، چې افغان ځواکونه او د غوڅ ملاتړ ماموریت د وسله والو طالبانو کاروانونه ویني خو برید پرې نه کوي، چې دا د اندېښنې وړ خبره ده.

هغه همدې جګړې او پر طالبانو د امریکا او ناټو نه بمبار ته په اشارې وايي، که د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد دا پرېکړه کړې وي، چې افغانستان طالبانو ته وسپاري، نو افغان ولس دې خبر کړي، چې د ځان چاره خپله وکړي.

په جرګه کې د کابل استازي الله ګل مجاهد و ویل، چې د مالستان او جاغوري جګړه سیاسي ده او موخه یې د وروڼو قومونو، پښتون، تاجک او هزاره تر منځ د قومي شخړو رامنځ ته کول دي، چې روسیه او امریکا ورته لمن وهي.

نوموړي زیاته کړه لکه څنګه چې امریکا له مجاهدینو سره مرسته او ملاتړ کاوه، چې روسان مات کړي نن همغسې روسیه په نېغه له طالبانو ملاتړ کوي، چې امریکا ته په افغانستان کې ماته ورکړي.

د جرګې غړو دغه جګړې او دغه راز په همدې تړاو کابل کې شوي لاریون ته په اشارې و ویل، چې حکومت باید ژر تر ژره د جګړې د کابو کولو او د خلکو د دفاع په خاطر هوايي او ځمکني ځواکونه باید دغه ولسوالیو ته ولېږي او له طالبانو یې پاکې کړي.

د ولسي جرګې غړي دا څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې لوړ پوړي افغان امنیتي چارواکي وایي، د مالستان او جاغوري د جګړې د کابو کولو په موخه جدی ګامونه اخستل شوي او سیمې ته ځانګړي مرستندویه ځواکونه رسېدلي دي.

د پوځ مشر جنرال محمد شریف یفتلي نن کابل کې د یوې خبري غونډې پر مهال و ویل، چې په دې ولسوالیو کې سختې جګړې شوې او روانې دي، خو په وینا یې ځانګړي ځواکونه وررسېدلي او ډېر ژر به طالبان سخت وځپي.

جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني
 
 
 


د مطلب کود: 110185

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/110185/

جمهور
  https://www.jomhornews.com