سیمه ییز چارواکي:

فراه کې ۳۰ سیمه ییز پولیس وژل شوي دي

21 عقرب 1397 ساعت 15:16

د فراه سیمه ییز چارواکي وايي، په دغه ولایت کې د وسله والو طالبانو په یوه برید کې ۳۰ سیمه ییز پولیس وژل شوي دي.


د فراه سیمه ییز چارواکي وايي، په دغه ولایت کې د وسله والو طالبانو په یوه برید کې ۳۰ سیمه ییز پولیس وژل شوي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې چارواکي زیاتوي، دغه سیمه ییز پولیس د فراه ولایت په خاک سفېد ولسوالۍ کې وژل شوي دي.

د خاک سفید ولسوال جمعه خان خوستوال ویلي دغه پولیس تېره شپه (د لړم ۲۰ مه) د خاک سفېد ولسوالۍ په خوست سیمه کې وژل شوي دي.

دغه راز هغه وایي، طالبانو څلور سیمه ییز پولیس هم له ځان سره وړي او دغه راز په بریدونو کې د دوه مېرمنو په ګډون څلور ملکي وګړي وژل شوي او د یوې مېرمنې په ګډون درې نور ټپیان شوي دي.

د فراه د ولایتي شورا غړي دادالله قانع هم د جګړې د پخلي تر څنګ ویلي، چې طالبانو د خوست سیمه نیولې، تر ۴۰ پورې سیمه یې پولیس یې وژلي او یو شمېر کورونه یې سوځولي دي.

وسله والو طالبانو هم ویلي، چې د خوست سیمه یې نیولې او تر۳۰ سیمه ییز پولیس یې وژلي دي.

جمهور خبري آژانس:فراه
 


د مطلب کود: 110190

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/110190/

جمهور
  https://www.jomhornews.com