کابلوف:

طالبان له افغان حکومت سره مخامخ خبرې کوي خو چې امریکایان و وځي

22 عقرب 1397 ساعت 8:30

د افغانستان له پاره د روسیې ځانګړی استازی ضمیرکابلوف وايي، وسله والو طالبانو له افغان حکومت سره د سولې مخامخ خبرو ته چمتوالی ښودلی دی.


د افغانستان له پاره د روسیې ځانګړی استازی ضمیرکابلوف وايي، وسله والو طالبانو له افغان حکومت سره د سولې مخامخ خبرو ته چمتوالی ښودلی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې نوموړي ویلي د مسکو په غونډه کې یې له طلب استازو سره پر دې خبرې کړې او هغوی له افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته مشروط چمتوالی ښودلی دی.

کابلوف وایي، طالبانو ورته ویلي، له افغان حکومت سره د سولې او سیاسي مذاکراتو لپاره تیار دي خو تر هغه وروسته چې له امریکا سره یوې هوکړې ته ورسېږي.

د روسیې ځانګړي استازي زیاته کړې کله چې امریکايي ځواکونه له افغانستانه د وتلو مهال وېش وټاکي او افغانستان کې خپل حضور پای ته ورسوي، نو طالبان به له افغان حکومت سره خبرې وکړي.

خو طالبانو د مسکو په غونډه کې و ویل، چې دوی له افغان حکومت سره د سولې مخامخ خبرې نه کوي، بلکې غواړي ستونزه له امریکا سره حل کړي.

کابلوف د مسکو غونډه ګټوره بللې او ویلي یې دي، د لومړي ځل له پاره روسیه بریالی شوه، چې د افغان سولې استازي او طالبان تر یوه چتر لاندې سره راغونډي کړي.

په ورته وخت کې کابلوف دا هم ویلي کېدای شي د افغان سولې له پاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد مسکو ته سفر وکړي او له روسي چارواکو سره پر افغان سولې مفصلې خبرې وکړي.

د افغانستان له پاره د رورسې ځانګړي استازي تمه ښودلې، چې مسکو او واشنګټن به د افغان سولې په برخه کې خپلې هڅې سره همغږې کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې ویل کېږي روسیه هڅه کوي، چې د افغان سولې په تړاو مسکو کې دوهمه غونده هم تر سره کړي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت هم د دوهمې غوندې د جوړېدو پخلی کړی او ویلي یې دي طالبان د مسکو په دوهم غونده کې د ګډون له پاره هم چمتو دي.

که څه هم تر اوسه د مسکو د دوهمې غونډې د تر سره کېدو کره نېټه نه ده په ګوته شوې او ویل کېږی، روسیه له افغان حکومت سره د دغه غوندې د جوړېدو پر څرنګوالي په کار بوخته ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 110205

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/110205/

جمهور
  https://www.jomhornews.com