ارګ د ولسمشرۍ ټاکنو د ځنډولو راپور په اړه غبرګون وښود

22 عقرب 1397 ساعت 9:49

ولسمشرۍ ماڼۍ د ۱۳۹۸ کال د ولسمشرۍ ټاکنو د ځنډ په اړه خپاره شوي راپورونه په کلکه رد او وايي، دغه ټاکنې به پر خپل ټاکلي وخت تر سره شي.


ولسمشرۍ ماڼۍ د ۱۳۹۸ کال د ولسمشرۍ ټاکنو د ځنډ په اړه خپاره شوي راپورونه په کلکه رد او وايي، دغه ټاکنې به پر خپل ټاکلي وخت تر سره شي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې وال سټرېټ ژورنال ورځپاڼې راپور ورکړی، چې د افغان سولې پاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو د ځنډولو غوښتنه کړې.

په راپور کې ویل شوي، خلیلزاد د افغان چارواکو سره لیدنه کې له هغوی غوښتي، چې د ولسمشرۍ ټاکنې وځنډوي.

په ورته وخت کې امریکا غږ لیکلي، د ولسمشر ټرمپ اداره پر دې بحث لري، چې د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو د ځنډولو له پاره پر افغان حکومت فشار راوړي که نه.

وال سټرېټ ژورنال هم د امریکايي چارواکو له قوله ویلي دا موضوع د واشنګټن یو له انتخابونو دی او د ډېرمپ اداره بیړنه د افغانستان اوږدې جګړې ته د حل یوه سیاسي لار موندل دي.

امریکايي چارواکو ویلي زلمي خلیلزاد د اپريل د میاشتې ټاکنو د ځنډ په اړه افغانستان کې له بېلابېلو چارواکو سره دا خبره مطرح کړې، خو دا په افغانستان کې د دیموکراسۍ له پاره د امریکا د هڅو خلاف عمل دی.

دغه ورځپاڼې ویلي د خلیلزاد دفتر په دې اړه له څه ویلو ډډه کړې، خو ورځپاڼه لیکي، چې د ولسمشرۍ ټاکنو د ځنډولو لامل ښايي له طالبانو سره د سولې ګونګې خبرې وي.

د ورځپاڼې په باور امریکایي چارواکو له دې وېره لري، چې په افغانستان کې اوږدې سیاسي کشالې او بې نظمۍ چې د ټاکنو له بهیر سره مل وي ښايي د خلیلزاد د سولې هڅې له منځه یوسي.

وال سټرېټ ژورنال وایي، له افغان چارواکو او سیاسو سره خبرو کې د زلمي خلیلزاد دغه غوښتنه له ساړه غبرګون سره مخ شوې او ډېر هغو له دې خبرې سره مخالفت څرګندی کړی دی.

خو د ولسمشرۍ غني دولت کې ځینو هغو له دې خبرې ملاتړ څرګند کړی او ویلي یې دي، چې که د ټاکنو پر ځنډ سوله راځي نو دوی وروسره کوم مخالفت نه لري، بلکې ملاتړ یې کوي.

په ورته وخت کې یوه لوېدیځوال دیپلومات ویلي، بله کړنلاره چې تر بحث لاندې ده، دا ده چې ولسمشرۍ ټاکنو ته باید په هغه صورت کې اجازه ورکړل شي، چې یوی انتقالي حکومت رامنځ ته او کار وکړي تر څو یو داسې ائتلافي حکومت رامنځ شي، چې طالبان هم په کې شامل وي.

ورځپاڼه وایي، درېیمه کړنلاره بیا د لویې جرګې جوړول دي، چې د پخواني ولسمشر کزري په ګډون یې ګڼ ځواک مند افغان سیاسیو غواړي، تر چې دغه لویه جرګه یو انتقالي حکومت رامنځ او افغانستان کې د جګړې د پای ته رسولو له پاره طرحې جوړې او جګړه پای ته ورسول شي.

افغان ولسمشرۍ ماڼې دغه راپور ته په غبرګون کې ویلي، چې د ولسمشرۍ ټاکنې به پر خپل ټاکلي وخت تر سره شوي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي پر خپله فسبوک پاڼه لیکلي«د افغانستان حکومت د اساسي قانون او د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د ټاکل شوې نېټې سره سم د ۱۳۹۸ کال ولسمشرۍ ټاکنو ته په بشپړه توګه ژمن دی.»

نوموړي ویلي، د ولسواکۍ دوام اړین دی او د خلکو له غوښتې او ارادې پرته چې په اساسي قانون کې صراحت لري، پرته له هېڅ کړنلاره د منلو نه ده.

د ټاکنو د خپلوک کمېسیون له پرېکړې او تصمیم سره سم به د ولسمشرۍ ټاکنې د ۱۳۹۸ کال د وري یا حمل میاشتې په ۳۱ مه نېته تر سره شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 110211

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/110211/

جمهور
  https://www.jomhornews.com