۰
د طالبانو د قطر دفتر رییس خپل مشر ته په غږیز پیغام کې!

د مسکو غونډې کډونوالو د پردې تر شاه زموږ د ملاتړ ډاډ راکړ

سی شنبه ۲۲ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۰۴
د افغان سولې په تړاو د مسکو تر غونډې وروسته دغه غونډې ته د طالبانو د قطر دفتر او پلاوی مشر شېرمحمد عباس ستانکزي پیغام په خواله رسنیو خپور شوی دی.
د مسکو غونډې کډونوالو د پردې تر شاه زموږ د ملاتړ ډاډ راکړ
د
مسکو ته د طالبانو د پلاوي مشر په دغه پیغام کې وايي«دا غونډه په سیاسي برخه کې ښه لاس ته راوړنه وه او زموږ سیاسي دفتر ته یې یو څه بری ورپه برخه کړه، د دې کنفرانس سلو په سلو کې ګټه که و وایم مبالغه به وي، خو ټوله ګټه زموږ وه او روسانو یو یا دوه فیصده ګټه ښايي وړي وي، که تاسو تشریف راوړ له نېږدې به پرې خبرې وکړو، الله ج ته امید دی اسې نور بریالیتوبونه هم تر لاسه کړو.»
افغان سولې په تړاو د مسکو تر غونډې وروسته دغه غونډې ته د طالبانو د قطر دفتر او پلاوی مشر شېرمحمد عباس ستانکزي پیغام په خواله رسنیو خپور شوی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ستانکزي له څرګندونې داسې ښکاري، چې هغه دغه پیغام خپل مشر ملا هبته الله اخوند ته لېږلی او ورته وایي، دا پیغام یې ځکه ورلېږلی، چې هلته به له تاسو هم خلک پوښتنه کوي.

عباس ستانکزي د مسکو غونډه نېږدې ۹۹ سلنه د طالبانو په ګټه بللې او وايي، په دغه غونډه کې یې درند درناوی وشو او ډېره سیاسي ګټه یې ترې پورته کړه.

د هغه په وینا که څه هم دوی تر دې وړاندې په فرانسه، جاپان او ځینو نورو هېوادونو کې له کنفرانسونو هم ګټه کړې، خو د مسکو کنفرانس ګټه ترې هغې ځکه په سیاسي لحاذ ډېره وه، چې په دغه غونده کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا درې مهمو غړو، روسیې، چین او
عباس ستانکزی په دغه پیغام کې وړاندې زیاتوي«روسانو زموږ ډېر قدر وکړ، به یې هر ځای مخې ته کولم، هغه بل کابل ولا به له شاه پسې روان و، له هغوی سره چا دومره خبرې هم نه کولې، د ټولو هېوادونو له استازو سره مو جلا جلا وکتل، د روسیې د خارجه وزیر او نورو معینانو سره ډېرې خبرې وکړې له هغوی سره مو د ډوډۍ خوړلو پر مېز خبرو کې هغوی تشویق کړل، چې د سرو (امریکایانو) موجودیت زموږ په خاوره کې بدون له مشکلاتو بل څه نه دي، راځي چې ټول لاس سره ورکړو، لکه څنګه چې د هغوی په راتک کې تاسو ټول ورسره شریکان وی او همکاري مو ورسره کوله، راځی اوس لاس سره ورکړو او ویې باسو، دې خبرې پر دوی ډېر اغېز وکړ او په خندا یې و ویل، چې دا خور رښتانه ده، ما ورته و ویل، چې تاسو ۱۷ کاله وروسته په دې پوه شوی چې دا خطر دی، د دې نورو ۱۲ هېواونو له استازو سره مو هم جلا جلا وکتل که څه ظاهرآ علني څه نه ویل، ځکه له سرو نه ډارېدل، خو د پردې تر شاه یې زموږ د دریځ ملاتړ وکړ.»
امریکايي استازو هم ګډون کړی وو او چین او روسیې د طالبانو د دریځ ملاتړ وکړ.

نوموړی په دغه غیز پیغام کې روسیې او چین د طالبانو د دې دریځ کلک ملاتړ وکړ، چې امریکايي ځواکونه باید له افغانستانه ووځي.

مسکو ته د طالبانو د پلاوي مشر په دغه پیغام کې وايي«دا غونډه په سیاسي برخه کې ښه لاس ته راوړنه وه او زموږ سیاسي دفتر ته یې یو څه بری ورپه برخه کړه، د دې کنفرانس سلو په سلو کې ګټه که و وایم مبالغه به وي، خو ټوله ګټه زموږ وه او روسانو یو یا دوه فیصده ګټه ښايي وړي وي، که تاسو تشریف راوړ له نېږدې به پرې خبرې وکړو، الله ج ته امید دی اسې نور بریالیتوبونه هم تر لاسه کړو.»

عباس ستانکزی په دغه پیغام کې وړاندې زیاتوي«روسانو زموږ ډېر قدر وکړ، به یې هر ځای مخې ته کولم، هغه بل کابل ولا به له شاه پسې روان و، له هغوی سره چا دومره خبرې هم نه کولې، د ټولو هېوادونو له استازو سره مو جلا جلا وکتل، د روسیې د خارجه وزیر او نورو معینانو سره ډېرې خبرې وکړې له هغوی سره مو د ډوډۍ خوړلو پر مېز خبرو کې هغوی تشویق کړل، چې د سرو (امریکایانو) موجودیت زموږ په خاوره کې بدون له مشکلاتو بل څه نه دي، راځي چې ټول لاس سره ورکړو، لکه څنګه چې د هغوی په راتک کې تاسو ټول ورسره شریکان وی او همکاري مو ورسره کوله، راځی اوس لاس سره ورکړو او ویې باسو، دې خبرې پر دوی ډېر اغېز وکړ او په خندا یې و ویل، چې دا خور رښتانه ده، ما ورته و ویل، چې تاسو ۱۷ کاله وروسته په دې پوه شوی چې دا خطر دی، د دې نورو ۱۲ هېواونو له استازو سره مو هم جلا جلا وکتل که څه ظاهرآ علني څه نه ویل، ځکه له سرو نه ډارېدل، خو د پردې تر شاه یې زموږ د دریځ ملاتړ وکړ.»

باید و ویل شي، چې د مسکو غونده د تېرې جمعې د لړم ۱۹ مه تر سره شوه، چې په کې د افغان سولې عالي شورا د پلاوي او طالبانو د استازو په ګډون د امریکا او سیمې د ۱۲ هېوادونو غړو ګډون کړی وو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي