د افغانستان د سولې عالي شورا تاییدوي، چې د مسکو په غونډه کې د وسله والو طالبانو استازو بین الاافغاني مذاکراتو ته لېوالتیا وښوده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د افغانستان د سولې عالي شورا مرستیال حاجي دین محمد چې د مسکو کنفرانس کې یې هم ګډون کړی وو، نن سه شنبې د لړم ۲۲ مه کابل کې یوې خبري غوندې ته و ویل، چې طالبانو د جګړې د پای ته رسېدو په خاطر افغانانو تر منځ د سولې خبرو ته لېواله ښکارېدل.
نوموړي و ویل، د مسکو غونده کې د طالبانو استازو هم ټینګار کاوه، چې جګړه د حل لار نه ده او باید دغه مسلې ته د سیاسي لارې حل ولټول شي.
هغه د طالبانو دې شرط چې امریکايي ځواکونه دې له افغانستانه وځي و ویل، که چېرې امریکا افغان سولې ته جدي وي، نو دا شرط هم کومه ستونزه نه شي راولاړولی.
د سولې عالي شورا یو بل غړي مولوي عطاالرحمن سلیم هم ورته څرګندونې درلودې او ویې ویل، چې د مسکو غوندې ډېری ګډونوالو پر بین الاافغاني مذاکراتو ټينګار کاوه.
بل خوا د سولې عالي شورا مرستیال حاجي دین محمد پر روسیې چارواکو نیوکه وکړه، چې د افغانستان د مسلې په تړاو رغنده څرګندونې نه کوي.
نوموړي د افغانستان له پاره د روسیې پر ځانګړي استازي ضمیرکابلوف غږ وکړ، چې د افغانستان د مسلې په تړاو خپل نظریات رغنده خوا ته بدل کړي.
جمهورخبري آژانس:عبدالجیلیل سروش