افغان ولسمشر محمد غني ټینګار وکړ، چې نړیوال اسلامي پوهنتون او د ټکنالوژۍ پارک په ننګرهار کې جوړېږي او د دغه ولایت د برېښنا ستونزې ته به اساسي حال لار ولټول شي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي غني دغه څرګندونې پرون سه شنبې د لړم ۲۲ مه د ننګرهار ولایت د قومي مشرانو او مخورو سره په لیدنه کې وکړې.
ښاغلي غني د داعش پر وړاندې د ننګرهار د خلکو مېړانې او قربانۍ وستایلې او زیاته یې کړه د ولس په مرسته امنیتي او دفاعي ځواکونه وتوانېدل، چې نازیانو ولسوالي بېرته له داعش ونیسي.
ولسمشر د هغه اوازو په غبروګون کې چې ګنې نړیوال اسلامي پوهنتون به په کوم بل ولایت کې جوړ شي و ویل، چې دغه پوهنتون په ننګرهار ولایت کې جوړېدونکی دی او په وینا یې د بهرنیو چارو وزارت هغه مسوولین چې د دغه پوهنتون جوړېدو په اړه یې غلت معلومات خپاره کړي و، مجازات به شي.
ښاغلي غني ټینګار وکړ، چې د اسلامي همکارۍ سازمان کې یې د افغانستان سفیر ته لارښوونې کړې او ډېر ژر به دغه پوهنتون په ننګرهار ولایت کې جوړ شي.
دغه راز ولسمشر و ویل، چې د ننګرهار د اداري کمپلکس بودجه ورکړل شوې او پر دې سربېره د ټکنالوژۍ پارک او هوايي ډګر د جوړېدو امکانات هم برابر شوي دي.
ولسمشر د ننګرهار له قومي مشرانو سره خبرو کې هغوی ته ډاډ ورکړ، چې د دغه ولایت د برېښنا ستونزو به ډېر ژر حل شي او د برښنا شرکت ته یې لارښوونه وکړه، چې د ننګرهار د برېښنا ستونزه په اساسي او دایمي توګه حل کړي.
نوموړي د ننګرهار له قومي مشرانو او مخور وغوښتلو چې په دغه ولایت کې پانګوال د لمریزې برښنا په برخه کې پانګونې ته وهڅوي.
په ورته وخت کې ننګرهار والي حیات الله حیات د دغه ولایت د امنیتي وضعیت په اړه ولسمشر ته ډاډ ورکړ او ویې ویل، چې نازیانو ولسوالۍ کې د دښمن پر ضد عملیات روان دي.
جمهورخبري آژانس:کابل