ولسمشر غني:

د سولې مشورتي بورډ کې د ښځو د استازو حضور او لیدلوری مهم دی

23 عقرب 1397 ساعت 9:31

ولسمشر محمد اشرف غني وايي، د سولې په تړاو په جوړېدونکي مشورتي بورډ کې د ښځو د استازو حضور او لیدلوری مهم دی.


ولسمشر محمد اشرف غني وايي، د سولې په تړاو په جوړېدونکي مشورتي بورډ کې د ښځو د استازو حضور او لیدلوری مهم دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ولسمشر دغه څرګندونې پرون دوشنبې د لړم ۲۲ مه ماښام ارګ د افغان ښځو شبکې غړو سره په کتنه کې کړې دي.

له ارګه خپره شوې خبرپاڼه وایي، په دغه کتنه کې د افغان ښځو شبکې مشرې روشن مشعل او د یادې شبکې د مدیره پلاوي غړې مریم رحماني د سولې په اړه خپل وړاندیزونه او لیدلوري شریک کړل.

دوی په خپلو خبرو کې ویلي، چې افغان ښځې د پایداره سولې غوښتونکې دي او د سولې فرهنګ په ترویج کې فعال رول لري او له ولسمشره یې وغوښتل، چې ښځې دې په ټولو مذاکراتوکې فعال حضور ولري، متخصص افراد دې د سولې مذاکراتو پروسه کې شامل شي او لاسته راوړنې باید د مذاکراتو قرباني نه شي.

وروسته ولسمشر د ولسي جرګې ټاکنو کې د ښځو پراخ حضور څخه په مننې کولو ویلي، چې د سولې د مذاکراتو په موخه مشورتي بورډ جوړېږي او په هغه کې د ښځو د استازو حضور او لیدلوری مهم دی.

ولسمشر د افغان ښځو شبکې غړو څخه وغوښتل چې د سولې په اړه خپلې مشخصې طرحې او وړاندیزونه په درې ورځو کې شریک کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 110244

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/110244/

جمهور
  https://www.jomhornews.com