چارواکي:

فاریاب کې د طالبانو برید په شاه تمبول شوی او ۲۴ تنه یې وژل شوي

23 عقرب 1397 ساعت 10:02

شمال کې د پوځ چارواکي وايي، وسله والو طالبانو د فاریاب ولایت په قیصار ولسوالۍ ډلیز برید کړی و، چې له سخت مقاومت سره مخ او پر شاه وتمبول شول.


شمال کې د پوځ چارواکي وايي، وسله والو طالبانو د فاریاب ولایت په قیصار ولسوالۍ ډلیز برید کړی و، چې له سخت مقاومت سره مخ او پر شاه وتمبول شول.

په دغه زون کې له ۲۰۹ شاهین قول رادو نه جمهور آژانس ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې وسله والو طالبانو تېره شپه (د لړم ۲۲مه) د قیصار ولسوالۍ د ارکلیک په سیمه کې په امنیتي پوستو بریدونه وکړل.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې طالبان د افغان ځواکونو له سخت مقاومت سره مخ او پر همدې مهال بې پیلوټه الوتکې وسله وال طالبان په نښه کړل.

خبرپاڼه وایي، د بې پیلوټه په هوايي بریدونو کې ۲۴ وسله وال طالبان وژل شوي، ۱۹ ټپیان او پر شاه وتمبول شول.

د ۲۰۹ شاهین قول اردو زیاتوي، چې په جګړه کې افغان ځواکونو او ولسي وګړو ته هېڅ ډول زیان نه دی اوښتی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 110249

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/110249/

جمهور
  https://www.jomhornews.com