۰
امریکا:

د ولسمشرۍ ټاکنو ځنډول او نه ځنډول د افغان حکومت خپل کار دی

چهارشنبه ۲۳ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۵۱
امریکا وایي، د افغانستان په ولسمشریزه ټاکنو کې هېڅ ډول مداخله نه کوي او نه یې هم د ولسمشرۍ ټاکنو د ځنډ غوښتنه کړې.
د ولسمشرۍ ټاکنو ځنډول او نه ځنډول د افغان حکومت خپل کار دی
امریکا وایي، د افغانستان په ولسمشریزه ټاکنو کې هېڅ ډول مداخله نه کوي او نه یې هم د ولسمشرۍ ټاکنو د ځنډ غوښتنه کړې.

د جمهور خبري آژانس د له مخې پرون سه شنبې د لړم ۲۲ مه داسې راپورونه خپاره شول، چې د افغان سولې له پاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د افغانستان د ولسمشریزه ټاکنو د ځنډ غوښتنه کړې.

په راپورونو کې ویل شوي، چې خلیلزاد دغه غوښتنه له افغان چارواکو او ځینو سیاسي څېرو سره خبرو کې مطرح کړې او ویل کېږي دا غوښتنه له طالبانو سره د سولې پروسې په موخه وړاندې شوې.

خو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دا خبره رد کړې، چې ګڼې دوی د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو د ځنډولو په هڅه کې دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې هېډر ناورټ په یوه خبري کنفرانس کې ویلي، امریکا د افغانستان په ولسمشریزه ټاکنو کې هېڅ راز مداخله نه کوي.

هغې ټینګار کړی، چې امریکا هېڅ وخت له افغان حکومته د ټاکنو ځنډول نه دي غوښتي او نه هم په دې برخه کې مداخله کوي.

خو په وینا یې که افغان حکومت خپله غواړي تر ټاکنو مخکې سولې ته ورسېږي او د سولې له پاره د ولسمشرۍ ټاکنې ځنډوي هغه یې خپل کار او صلاحیت دی.

نوموړې ویلي،چ ې امریکا په افغانستان کې د دېموکراتیک نظام پلوي او له ټاکنو هم بشپړ ملاتړ کوي خو هېڅ ډول مداخله په کې نه کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند دا هم زیاته کړې، چې امریکا د افغانانو په مشرۍ د سولې او مذاکراتو له پروسې هم ملاتړ کوي او په دې برخه کې پرمختګ ته په تمه ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي