ملي دفاع وزارت وايي، د افغان پوځ هوايي ځواک په اروزګان ولایت کې د وسله والو طالبانو مرکزونه په نښه کړي او درنه مرګ ژوبله یې ورته اړولې.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دفاع وزارت نن چهارشنبې د لړم ۲۳ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، افغان پوځ د اروزګان د مرکز ترینکوټ اړوند د چپه خاک او نچین په سیمو کې د طالبانو په مرکزونو بریدونه کړي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي په دغه بریدونو کې ۲۱ وسله وال طالبان وژل شوي او ۱۶ نور ټپیان شوي دي.
بل خوا دفاع وزارت وايي، د فاریاب په قیصار ولسوالۍ کې هم د عملیاتو پر مهال ۲۴ وسله وال وژل شوي او ۱۹ نور ټپیان شوي دي.
دغه راز په خبرپاڼه کې راغلي، چې د فراه مرکز اړوند سیمو کې هم د مخامخ جګړې پر مهال ۶ وسله وال وژل شوي او ۱۷ نور ټپیان دي.
د فاع وزارت د معلوماتو پر بنسټ د غزني په قرباغ کې هم د افغان پوځ په هوايي بریدونو کې ۶ وسله وال وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي دي.
جمهورخبري آژانس:کابل