۰

۸۷ کسه د نشه يي توکو د قاچاق په تور نیول شوي

چهارشنبه ۲۳ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۱۲:۴۵
کورنیو چارو وزارت په تېره یوه اوونۍ کې د ۸۷ هغه کسانو د نیولو خبر ورکړی دی، چې د نشه يي توکو په قاچاق کې یې لاس درلود.
۸۷ کسه د نشه يي توکو د قاچاق په تور نیول شوي
کورنیو چارو وزارت په تېره یوه اوونۍ کې د ۸۷ هغه کسانو د نیولو خبر ورکړی دی، چې د نشه يي توکو په قاچاق کې یې لاس درلود.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د کورنیو چارو وزارته نن چهارشنبې د لړم ۲۲ مه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، چې دغه کسان د پولیسو د ځانګړو ځواکونو له خوا د ۶۶ ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې نیول شوي.

خبرپاڼه زیاتوي، چې یاد عملیات د هېواد په بېلا بېلو برخو کې تر سره شوي، چې په کې ۸۷ تنه قاچاق کوونکي او لسګونه زره کیلوګرامه نشه يي توکي نیولي شوي دي.

خبرپاڼه وايي، د نشه يي توکو سره د مبارزې ځانګړو پولیسو په دې عملیاتو ک ۲۱ ټنه چرس، ۱۱۵ کیلوګرامه تریاک، ۳۶ کیلوګرامه هېروئین، ۶ کیلوګرامه میت امفیتامین، ۸۰۰۹۵ لېتره کېمیاوي مواد، ۷۴ پاکټه K نشه يي ګولۍ د نشه يي توکو سره د مبارزې قانون له مخې له منځه وړي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې د عملیاتو پر مهال ۱۴ عرادې موټر او ۵ میله وسلې او مهامات هم د قاچاق کوونکو څخه نیول شوې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي