۰
د افغانستان د بشري حقونو د کمېسیون یو غړی!

په دغه کمېسیون کې قومي تعصبات خپل اوج ته رسېدلي دي

چهارشنبه ۲۳ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۵۶
د افغانستان د بشري حقونو د کمېسیون یو غړی وايي، په دغه کمېسیون کې قومي تعصبات خپل اوج ته رسېدلي او ډېری کارکوونکي یې له یوه قوم څخه دي.
په دغه کمېسیون کې قومي تعصبات خپل اوج ته رسېدلي دي
د افغانستان د بشري حقونو د کمېسیون یو غړی وايي، په دغه کمېسیون کې قومي تعصبات خپل اوج ته رسېدلي او ډېری کارکوونکي یې له یوه قوم څخه دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له عبدالرحمن هوتک نن چهارشنبې د لړم ۲۲ مه کابل کې د یوې خبري غوندې پر مهال و ویل، چې د بشري حقونو په کمېسیون کې انحصارګراي او قومي تعصبونو د یوې ځانګړې کړۍ له خوا رامنځ ته شوي دي.

نوموړي دې ته په اشارې سره چې د یاد کمېسیون د کمېشنرانو ترکیب د بشري حقونو د قانون خلاف دي و ویل«په دغه کمېسیون کې قومي تعصبات نارې وهي.»

هوتک وایي، د پخواني ولسمشر په حکم کې راغلي، چې یو کس کولی شي دوه ځلې د بشري حقونو د کمېسیون رییس شي او د درېیم ځل له پاره ځان نه شي نوماند کولای خو په وینا یې دا حکم په یاد کمېسیون کې په ټوکو او پسخند بدل شوی دی.

ده و ویل«د افغانستان د بشري حقونو په کمېسیون کې یوې ځانګړې ډلې کمېسیون په خپله ولکه کې اخیستی او نېږدې ټول کارکوونکي یې د یوه قوم دي.»

هغه زیاتوي د ولسمشر غني په تازه حکم کې چې د بشري حقونو د کمېسیون د کارکوونکو د استخدام په اړه یې صادر کړی ویل شوی، چې د کمېسیون غړي دې د یوې رڼې او داسې پروسې له لارې چې ټول په کې برخه ولري تر سره شي.

ولسمشر په دې حکم کې زیاته کړې، چې د کمېشنرانو د ټاکنو له پاره دې د لوی قاضي القضات په مشرۍ د څارنوالۍ، د عدلیې او ښځو چارو وزیران یوه کمېټه جوړه او هغه دې کمېشنران د قومیت په تناسب وټاکي.

د هوتک په وینا دې حکم ته په کتو هېڅوک حق نه لري، چې د کمېسیون کمېشنران په انتصابي ډول وټاکي، خو د کمېسیون اوسنۍ مشره دا کار په ټول جراآت سره کوي.

نوموړی وایي، ډېره هڅه یې وکړه، چې دغه ستونزې ته په کمېسیون کې د ننه د پای ټکی کېږدي خو ونه توانېده او همدا و، چې خبره یې رسنیزه کړه او خپل غږ یې پورته کړ.

دی زیاتوي«دا شپاړس کاله کېږي، چې د یوه قوم یوې ځانګړې کړۍ دغه کمېسیون په خپل واک کې اخیستی او د نورو نظر ته هېڅ ارزښت نه ورکوي.»

هوتک له حکومت څخه وغوښتل، چې د بشري حقونو د کمېسیون د کمېشنرانو یو نوی نوملړ چې تحصیلي اسناد، قومي برخه، ژبه او سمت ټول په کې په نظر کې نیول شوي وي، دغه کمېسیون ته ولېږي او له قومي انحصارګرۍ یې وژغوري.

هغه ټینګار وکړ، چې د کمېشنرانو د ټاکلو پروسه باید د کمېسیون د اوسنۍ رییسې او کمېشنرانو په نه شتون کې په رڼه توګه تر سره شي.

جمهورخبري آژانس:محمد رقیب فیاض
 
 


 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي