د کورنیو چارو وزیر:

علي پور او شجاعي هم د نورو په شان غیر مسوول قوماندانان دي

23 عقرب 1397 ساعت 15:17

د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک د میدان وردګو په بهسودو د علي پور او د غزني په مالستان کې د شجاعي په اړه وایي، دغه دواړه قوماندانان هم لکه د هېواد د نورو برخو کې د جهادي قوماندانانو په شان غیر مسوول قوماندانان دي.


د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک د میدان وردګو په بهسودو د علي پور او د غزني په مالستان کې د شجاعي په اړه وایي، دغه دواړه قوماندانان هم لکه د هېواد د نورو برخو کې د جهادي قوماندانانو په شان غیر مسوول قوماندانان دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې برمک دغه څرګندونې نن چهارشنبې د لړم ۲۳ مه د ولسي جرګې په عمومي غونډه کې وکړې او د جرګې د غړو د دې پوښتنې په ځواب کې چې حکیم شجاعي څوک دی؟ و ویل«هغه هم د هېواد په نورو برخو کې د غیر مسووله قوماندانانو په شان یو غیرمسوول قوماندان دی.»

نوموړي زیاته کړه، چې د کورنیو چارو وزارت له نظره پخواني جهادي غیر مسوول قوماندانان په دریو برخو وېشل شوي، چې یو یې له نظام او حکومته دفاع او ملاتړ کوونکي، بل یې غیر قانوني کړنې تر سره کوي او درېیمه ډله یې هم هغه دي، چې کاملآ یې په جنایاتو لاس پورې کړی او د نظام او د قانون د حاکمیت پر وړاندې درېږي.

هغه د دې په اړه چې شجاعي په کومه کتګورۍ کې راځي څه ونه ویل، خو زیاته یې کړه، چې شجاعي له ۱۳۹۱ کال راهیسې له پولیسو سره سرکار نه لري، خو درې عرادې رنجر او ۱۰۰ میله دولتي وسلې لا هم ورسره دي.

دا په داسې حال کې ده، چې په ولسي جرګه کې د اروزګان استازي عبیدالله بارکزي او یو شمېر نورو استازو حکیم شجاعي د خلکو سره په ځانګړې توګه له پښتنو سره په جنایت کولو تورنوي، خو شجاعي دغه تورونه رد کړي او وايي، د ولس د دفاع په خاطر د طالبانو تربریدونو لاندې دی.

دغه راز د جرګې په غونډه کې د کورنیو چارو وزیر د علي پور په اړه د غور ولایت په لعل و سرجنګل ولسوالۍ کې شویو عملیاتو ته په اشارې و ویل، چې دا عملیات د سیمې د خلکو د شکایتونو پر اساس تر سره شوي او دا موضوع اوس هم تر څېړنو لاندې ده.

نوموړي زیاته کړه، چې علي پور په سیمه کې د ځینو خلکو، د میدان وردګو د لویې لارې د مسافرو او دغه راز د سړک جوړونې شرکت د کارکونکو سره په زور زیاتي او جنایت تورن دی.

د کورنیو چارو وزیر ټینګار وکړ، چې یو پلاوی د علي پور په اړه شوی شکایتونه څېړي، خو خپله علي پور وړاندې دغه ډول تورونه رد کړي دي.

جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني


 


د مطلب کود: 110281

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/110281/

جمهور
  https://www.jomhornews.com