آیا امریکا او روسیه د افغان سولې په تړاو یو د بل هڅې زیانموي؟

24 عقرب 1397 ساعت 7:59

که څه هم ویل کېږي افغانستان د امریکا او روسیې د خپلمنځي شخړو او ګټو قرباني دی خو دواړه وايي، د افغان سولې له پاره هڅه کوي.


که څه هم ویل کېږي افغانستان د امریکا او روسیې د خپلمنځي شخړو او ګټو قرباني دی خو دواړه وايي، د افغان سولې له پاره هڅه کوي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې امریکا او روسیې په جلا جلا ډول د سولې او مذاکراتو له لارې د افغان جګړې د پای ته رسېدو او سولې هڅې پیل کړې، خو دواړه یو پر بل تورونه پورې کوي، چې ګڼې په دې برخه کې یو د بل پر وړاندې خنډونه رامنځ ته کوي.

د امریکا او روسیې د دغه تورنو نه څرګندنېږي، چې افغانستان رښتیا هم د امریکا او روسیې د ګټو تر منځ راګیر او د همدوی د موخو قرباني شوی دی.

امریکا له وړاندې د افغان سولې له پاره هڅې پیل کړې او د همدې له پاره یې زلمي خلیلزاد په دنده ګمارلی، خو روسیې هم په همدې موخه هڅې ګړندۍ کړې او تېره اوونۍ ی مسکو کې د افغان سولې په تړاو غونډه جوړه کړه، چې د طالبانو استازو هم په کې ګدون کړی وو.

که څه هم امریکا تر دې وړاندې روسیه تورنه کړې، چې ګڼې له وسله والو طالبانو ملاتړ کوي، وسلې او تجهیزات ورکوي، خو د مسکو تر غونډې وروسته امریکايي چارواکو ویلي، روسیه نه یوازې د طالبانو ملاتړ کوي، بلکې هڅه کوي، د افغان سولې په برخه کې د امریکا هڅې او دریځ زیانمن کړي.

خو روسیې بیا له طالبانو د ملاتړ او دغه راز د دوی له خوا د سولې په برخه کې د امریکا د هڅو زیانمولو خبرې په کلکه رد کړې، بلکې وایي، امریکا هڅه کوي، چې د افغان سولې په تړاو د روسیې هڅې زیانمنې کړي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د افغان سولې په هدف د مسکو له لوري د پیل شویو هڅو پر وړاندې د امریکا وروستی دریځ دغه پروسه زیانمنوي.

په دې خبرپاڼه کې راغلي، مسکو د افغان سولې په هدف د پیل شویو هڅو له لارې په افغانستان کې د امریکا د کړنو د زیانمنولو پلان نه لري.

مسکو زیاته کړې، دوی غواړي یوازې د سولې په برخه کې د مرسته کوونکي رول تر سره کړي او د افغانستان کړکېچ او ښکېلې غاړې یوې پایلې ته ورسېږي.

امریکايي او روسیې چارواکي د افغان سولې په تړاو د یو بل د خنډونو په رامنځ ته کولو پر داسې مهال تورنوي، چې د افغانستان د پارلمان ځینې استازو او دغه راز حکومتي چارواکو هم ویلي، چې افغانستان د امریکا او روسیې د ګټو قرباني شوی دی.

د مشرانو جرګې ځینې استازی وایي، لکه څنګه چې پر افغانستان د روسيې د یرغل پر مهال امریکا له مجاهدینو سره مرسته کوله او روسیې ماتې وخوړه هماغه شان نن روسیه له طالبانو ملاتړ کوي او هڅه کوي امریکا په افغانستان کې ماته کړي.

د دغه جرګې د غړي ګل احمد اعظمي په خبره د افغانستان جګړه بهرني اړخونه لري او تر څو لوی قدرتونه له دې ډلې امریکا او روسیه دغه جګړې ته د پای ټکی کېنږدي، حکومت او طالبان که وهم غواړي دا جګړه نه شي ختمولای.

د افغانستان د مالیې سرپرست وزیر همایون قیومي هم تازه په واشنګټن کې د یوه کنفرانس پر مهال خبریالانو ته ویلي، چې افغانستان د اوکراین پر سر د امریکا او روسیې د اختلاف قرباني شوی دی.

د هغه په وینا وروسته له دې چې په ۲۰۱۴ م کال روسیې د کریمیا ټاپوزمه له خپلې خاورې سره یوځای کړه او د واشنګټن او مسکو ترمنځ اړیکې خورا خړپړې شوې او له هماغه وخته د افغانستان په اړه د روسیې دریځ بدل شوی دی.

قیومي روسیه په افغانستان کې د ستخدریځه او ورانکارو ډلو په ملاتړ تورنه کړه.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 110287

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/110287/

جمهور
  https://www.jomhornews.com