۰
چارواکي:

قندوز کې د طالبانو د سرې قطعې څلور غښتلي قوماندانان وژل شوي

پنجشنبه ۲۴ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۰۶
شمال کې د پوځ چارواکي قندوز ولایت کې له افغان ځواکونو سره د مخامخ جګړې پر مهال د طالبانو د سرې قطعې د څلورو مهمو قوماندانانو په ګدون د ۱۳ طالبانو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.
قندوز کې د طالبانو د سرې قطعې څلور غښتلي قوماندانان وژل شوي
شمال کې د پوځ چارواکي قندوز ولایت کې له افغان ځواکونو سره د مخامخ جګړې پر مهال د طالبانو د سرې قطعې د څلورو مهمو قوماندانانو په ګدون د ۱۳ طالبانو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ۲۰۹ شاهین قول اردو په یوه خبرپاڼه کې وايي، وسله والو طالبانو نن پنشنبې د لړم ۲۴ مه سهار وختي ۳:۰۰ بجې د قندوز ولایت د قلعه ذال ولسوالۍ د ګنس، تپه افغان مزار او تپه آنتن سیمو کې پر امنیتي پوستو بریدونه پیل کړل.

په خبرپانه کې ویل شوي، د افغان ځواکونو له سخت مقاومت او جګړې وروسته وسله وال طالبان پر شاه وتمبول شول او درنه مرګ ژوبله ورته واوښته.

سرچینه زیاتوي، په دغه جګړه کې ۱۳ وسله وال طالبان وژل شوي او ۱۶ نور ټپیان شوي، چې په ټپیانو کې د دغه ډلې د سرې قطعې څلور مهم قوماندانان هم شامل دي.

د ۲۰۹ شاهین قول اردو خبرپانه وايي، د سرې قطعې وژل شوي طالب قوماندانان مولوي خاکسار، قاري ذبیح الله، احمد ضیا او قاري خالد نومېږي.

خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې جګړه او د وسله والو طالبانو د ایښي ماین په چاودنه کې درې امنیتي سرتېري هم وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.

پوځي چارواکي زیاتوي، چې په جګړه کې ولسي وګړو ته هېڅ ډول زیان نه دی اوښتی.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:قندوز
 
 


 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي