۰

لوی ملي ائتلاف د سیاسي نظام د بدلون طرحه باندې کار کوي

پنجشنبه ۲۴ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۴۰
د افغانستان د لوی ملي ائتلاف یو غړی تاییدوي، چې د دوی ائتلاف داسې یوه طرحه تر لاسه لاندې لري او کار پرې روان دی، چې پر مټ یې سیاسي نظام ته بدلون ورکړي.
لوی ملي ائتلاف د سیاسي نظام د بدلون طرحه باندې کار کوي
د افغانستان د لوی ملي ائتلاف یو غړی تاییدوي، چې د دوی ائتلاف داسې یوه طرحه تر لاسه لاندې لري او کار پرې روان دی، چې پر مټ یې سیاسي نظام ته بدلون ورکړي.

د دغه ائتلاف غړي او یو شمېر نور سیاسیون وایي، اوسنۍ سیاسي جوړښت نه دی توانېدلی، چې د درې ګونه قوو خپلواکي وساتي او د واک تمرکز رامنځ ته کړي.

د دوی په وینا همدې اوسني سیاسي جوړښت د قدرت تر منځ عادلانه انډول نه دی رامنځ ته کړی، نو ځکه اړتیا ده، چې سیاسي نظام بدلون وکړي او دا اوس په یوه ملي اړتیا بدل شوی دی.

که څه هم په ځلونو د سیاسي نظام د بدلون هڅې او په همدې تړاو غونډې او بحثونه شوي دي، خو تر اوسه یې په اړه هېڅ عملي اقدام نه دی شوی.

خو اوس لوی ملي ائتلاف پتېلې، چې سیاسي نظام ته تغیر ورکړي او په داسې یوه ټاکنیز ټکټ د ولسمشرۍ ټاکنو میدان ته راووځي، چې وکولای شي په دې طرحې سره د قدرت عادلانه وېش او دغه راز د افغانستان د روانو ستونزو او ناخوالو ته له منځه وړلو ته لار هواره کړي.

دغه طرحه او انتخاباتي ټکټ چې لوی ملي ائتلاف یې تر لاس لاندې لري، ریاستي نظام پر صدارتي یا نامتمرکزه پارلماني نظام اړول دي.

د لوی ملي ائتلاف یوه لوړ پوړي غړي نور رحمان اخلاقي هم له جمهور خبري آژانس سره مرکه کې همدا خبره تایید کړهو چې د دوی ګوند له ریاستی نظامه د صدراتي لور ته واړوي.

اخلاقي وایي، لوی ملي ائتلاف همدا طرحه تر لاس لاندې لري او کار پرې روان دی، چې د انتخاباتي ټکټ له رامنځ ته کېدو او د ولسمشرۍ ټاکنو له ګټلو وروسته به یې د عملي کېدو چارې پیل شي.

د لوی ملي ائتلاف په ټاکنیز ټیکټ کې یو ولسمشر او درې یې مرستیال او دغه راز یو صدراعظم او درې یې مرستیالان ځای لري، چې عملي کېدل به یې په دوه مرحلو د ټاکنو د جریان پر مهال او د ټاکنو پای ته رسېدو وروسته د بریالیتوب په صورت کې د عمل جامه وغوندي.

نور رحمان اخلاقي وایي، په هغه صورت کې چې د لوي ملي ائتلاف ټاکنیز ټیکټ د ولسمشرۍ ټاکنې وګټې وروسته به د ولسمشر د درېیم مرسیتال او دغه راز د صدراعظم او د هغه د درې مرستیالانو رامنځ ته کولو له پاره د لویې جرګې په دایرولو او دغه راز په اساسي قانون کې د تعدیل له لارې کار تر سره کړي.

نوموړي ټینګار وکړ، چې نامتمرکز یا صدارتي نظام د افغان ولس له منځه ډېر پلویان لري او په ۲۰۱۴ کال کېیې وکولای شول، چې ۵۵ سلنه رڼې رایې تر لاسه کړي او دا ځل تمه ده، چې په پرېکنده توګه بری تر لاسه کړي.

اخلاقي ټنګار وکړ، چې د دوی په ائتلاف کې ټول هغه کسان راټول او پلوي دي، چې د اوسني سیاسي نظام بدلون غواړي او هغه کسانو ته چې د لوی ملي ائتلاف له طرحې او نظر سره موافق نه دي، ورته ځای نشته.

جمهورخبري آژانس:عبدالجلیل سروش
 



 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي