ملي امنیت پکتیکا کې ۱۷۹ میله وسلې کشف او نیولې

24 عقرب 1397 ساعت 12:51

د ملي امنیت ځواکونو پکتیکا ولایت کې هغه ۱۷۹ میله وسلې کشف او تر لاسه کړې، چې وسله والو طالبانو ته ور وړل کېدې.


د ملي امنیت ځواکونو پکتیکا ولایت کې هغه ۱۷۹ میله وسلې کشف او تر لاسه کړې، چې وسله والو طالبانو ته ور وړل کېدې.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د پکتیکا د ملي امنیت ریاسته نن پنشنبې د لړم ۲۴ مه خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، دغه وسلې د پکتیکا ولایت د سروبي ولسوالۍ په سېدار سیمه کې نیول شوې دي.

خبرپانه وایي، ۱۷۹ میله وسلې په یوه موټر کې بار وې، چې د ملي امنیت ځواکونو له خوا کشف او ونیول شوې.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، د عصمت الله په نوم یو کس دغه وسلې له ډېورنډ کرښې پورې غاړې په یوه موټر کې تر لرګیو لاندې اېښې وي، او غوښتل یې غزني ولایت کې یې د طالبانو قوماندان بهاول مشهور په ایوبي ته ولېږدوي.

د خبرپاڼې په حواله، په دغو وسلو کې ١٦٨ ميله تومانچې، اووه ميله کلاشينکوفونه، څلور ميله درازنوف او  څلور زره مرمۍ شاملې دي.

سرچینه وايي، د وسلو لېږدونکی هم نیول شوي، چې دا مهال تر پلټونو لاندې دی.

خو وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:پکتیکا
 
 
 
 


د مطلب کود: 110308

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/110308/

جمهور
  https://www.jomhornews.com