سیمه ییز امنیتي چارواکي وایي، د فراه ولایت بالابلوک ولسوالۍ کې د طالبانو د بریدونو پر مهال د یوه قوماندان په ګډون ۳۴ پولیس وژل شوي دي.
د
جمهور خبري آژانس وسله والو طالبانو تېره شپه (د لړم ۲۳ مه) د فراه ولایت په بالابلوک ولسوالۍ د اب خرما په سیمه کې د لویې لارې ساتنې په کنډک ډلیز برید کړی دی.
د فراه ولایت د امنیه قومندانۍ د امنیت امر سمونوال سید عبدالله اندرابي وايي، د طالبانو په دغه برید کې د خاک سفید ولسوالۍ د امنیه قوماندان په ګډون ۳۲ سرتېري وژل شوي او ۱۲ نور لا درکه شوي دي.
دغه راز نوړي زیاته کړه، چې طالبانو د پشت کوه ولسوالۍ کې افغان پر امنیتي پوستو بریدونه کړي، چې دوه پولیس سرتېري په کې وژل شوي او ۷ نور ټپیان شوي دي.
نوموړی زیاتوي، چې په دغه جګړو کې ۲۶ وسله وال طالبان هم وژل شوي او ۱۴ نور ټپیان شوي دي.
طالبانو بیا ویلي، چې د فراه په بریدونو کې یې ۳۵ سرتېري وژلي او دوه یې ژوندي نیولي دي.
جمهورخبري آژانس:فراه