۰
د جمعیت اسلامي ګوند د رهبرۍ غړي:

د سولې عالي شورا لغوه کول د ولس په ګټه نه دي/ د امنیتي چارواکو په دروغجنو راپورونه باید باور ونشي

شنبی ۲۶ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۲۶
د جمعیت اسلامي ګوند د رهبرۍ غړو له ولسمشر غني سره په لیدنه کې ټینګار کړی، چې د سولې عالي شورا د لویې عنعنوي جرګې له خوا جوړه شوې او لغوه کول یې د ولس او هېواد په ګټه نه دي.
د سولې عالي شورا لغوه کول د ولس په ګټه نه دي/ د امنیتي چارواکو په دروغجنو راپورونه باید باور ونشي
د جمعیت اسلامي ګوند د رهبرۍ غړو له ولسمشر غني سره په لیدنه کې ټینګار کړی، چې د سولې عالي شورا د لویې عنعنوي جرګې له خوا جوړه شوې او لغوه کول یې د ولس او هېواد په ګټه نه دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ولسمشرۍ ماڼۍ واي، ولسمشر غني پرون جمعه د لړم ۲۵ مه ارګ کې د هېواد د یو شمېر سیاسی او ملي څېرو سره په جلا جلا ډول وکتل.

له ارګه خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې ولسمشر د جمعیت ګوند له مشرتابه، د حزب اسلامي له مشرتابه، استاد سیاف، مشرانو جرګې د رییس فضل الهادي مسلم یار، یونس قانوني، حاجي دین محمد او عبدالهادي ارغندیوال سره جلا جلا وکتل.

خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر غني د سولې مشورتي بورډ د جوړولو په اړه خبرې وکړې او جمعیت ګوند د غړو د نظرونو او وړاندیزونو څخه د مننې تر څنګ یې ویلي، چې سولې ته د رسېدو لپاره د خلکو د بېلابېلو اقشارو اجماع ته اړتیا ده.

ولسمشر غنی په خپلو خبرو کې زیاته کړې، چې د مشورتي ناستو لړۍ به دوام ولري او پایلې به یې له ټولو سره شریکې شي.

سرچینه زیاتوي، چې په دغه لیدنه کې د سولې، د سولې عالي شورا، د سولې د خبرو د مذاکره کوونکي پلاوي پر جوړښت، د سولې د مشورتي بورډ او د هغو د کمېټې جوړلو په اړه خبرې وشوې.

خبرپاڼه وایي، د جمعیت اسلامي ګوند د رهبرۍ غړو په دغه لیدنه کې ټینګار وکړ، چې د سولې عالي شورا د لویې عنعنوي جرګې له خوا جوړه شوې او لغوه کول یې د ولس او هېواد په ګټه نه دي.

دوی ویلي ښه به دا وي، چې د دې تر څنګ د دفتر ریاست او یا د چارو ادارې په چوکاټ کې یو مشورتي بورډ رامنځ ته چې په کې شامل غړي یې ژمن کسان وي، چې وکولی شي، د سولې په تړاو نظریات راټول او د سولې له پاره کار وکړي.

دغه راز په دې لیدنه کې د جمعیت د رهبرۍ غړو ټینګار کړی، چې د امنیتي چارواکو په هغه درواغجنو راپورونو چې د امنیت په اړه یې ورکوي او د هېواد امنیتي اوضاع سمه ښيي، باور ونه شي بلکې، پېښې په واقعي توګه وڅېړل شي او د سیاسی ګوندونو غوښتنو ته احترام وشي.

جمهورخبري آژانس:کابل




 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي