خلیلزاد د طالب استازو سره کتلي او وايي د خبرو پایلې ته خوشبین دی

26 عقرب 1397 ساعت 8:42

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد یو ځل بیا له طالب استازو په لیدنه کې د سولې په اړه بحث او خبرې کړي دي.


د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد یو ځل بیا له طالب استازو په لیدنه کې د سولې په اړه بحث او خبرې کړي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې خلیلزاد د تېرې پنشنبې( لړم ۲۴ مه ) په دوحه کې د طالبانو له استازو سره تر لیدنې او د سولې په تړاو تر خبرو وروسته ویلي، چې د خبرو پایلې ته خوشبینه دی.

ټاکل شوې خلیلزاد نن شنبې د لړم ۲۶ مه بېرته کابل ته راشي او له افغان چارواکو، سیاسیونو او جهادي څېرو سره هم وګوري او د سولې او له طالب استازو سره د خبرو په تړاو خپل معلومات ورسره شریک کړي.

دا د زلمي خلیلزاد د نوې دندې له پیل راهیسې دا دوهم ځل دی، چې له افغان چارواکو، سیاسیون، جهادي څېرو او طالبانو له استازو سره ګوري.

نوموړي په ابوظهبۍ کې د افغانستان، سعودي عربستان او اماراتو له چارواکو سره هم کتنه کې د سولې په اړه خبرې کړې دي.

رویټرز خبري اژانس د چارواکو په قول وویل، د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازی زلمی خلیلزاد هڅه کوي چې د افغانستان حکومت ته اطمینان ورکړي چې له طالبانو سره د سولې په پروسه کې به یې څنګ ته نه پرېږدي.

د ولسمشر غني یوه سلاکار رویټرز ته ویلي چې خلیلزاد افغان سیستوالو، ښځو او د مدني ټولنې استازو ته په زغرده ویلي چې امریکا به د سولې د خبرو په بل پړاو کې افغانان څنګ ته پرې نږدي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 110336

دمطلب پته: http://jomhornews.com/ps/news/110336/

جمهور
  http://jomhornews.com