۰

د پاکستان کراچۍ کې چاودنې ۱۰ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

شنبی ۲۶ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۱۶
د پاکستان د سند ایالت په کراچۍ ښار کې د یوې چاودنې له امله لسو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د پاکستان کراچۍ کې چاودنې ۱۰ تنو ته مرګ ژوبله اړولې
د پاکستان د سند ایالت په کراچۍ ښار کې د یوې چاودنې له امله لسو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د له مخې چاودنه تېره شپه (د لړم ۲۵ مه) د کراچۍ ښار د قاید آباد پل لاندې شوې ده.
ځايي چارواکو ویلي، په چاودنه کې دوه تنه وژل شوي او ۸ نور ټپیان شوي دي.

خو روغتیايي کارکوونکو ویلي، دوی ته د دوه تنو جسدونه او پنځه ټپیان وروړل شوي،چې د ځینو روغتیايي حالت نازک دی.

تر اوسه د چاودنې مسؤولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي