۰

ننګرهار ۳۹ داعشیان او غزني کې ۳۴ طالبان وژل شوي دي

شنبی ۲۶ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۰۳
ملي دفاع وزارت په ننګرهار ولایت کې د ۳۹ داعشیانو او غزني ولایت کې د ۳۴ وسله والو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.
ننګرهار ۳۹ داعشیان او غزني کې ۳۴ طالبان وژل شوي دي
ملي دفاع وزارت په ننګرهار ولایت کې د ۳۹ داعشیانو او غزني ولایت کې د ۳۴ وسله والو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دفاع وزارت نن شنبې د لړم ۲۶ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، افغان پوځ د ننګرهار ولایت د پچیراګام ولسوالۍ اړونده سیمو کې د ځمکنیو او هوايي عملیاتو په ترڅ کې د داعش پټنځایونه په نښه کړي.

سرچینې زیاتې، چې په دې عملیاتو کې ۳۹ داعشیان وژل شوي یو شمېر ټپیان او زیاته اندازه وسلې او مهمات یې له منځه وړل شوي دي.

دغه راز دفاع وزارت زیاته کړې، چې د غزني ولایت په قرباغ ولسوالۍ کې افغان پوځ پرطالبانو بمبار کړی، چې په ترڅ کې یې د یادې ډلې ۲۵ غړي وژل شوي او ۵ نور ټپیان دي.

د دفاع وزارت په وینا د غزني په مالستان کې هم د هوايي بریدونو پر مهال ۹ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

طالبانو او داعش تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ننګرهار چارواکي وايي، پرون شپه په خوګیاڼو ولسوالۍ کې د ملي امنیت د ځانګړو عملیاتو پر مهال د طالبانو د سرې قطعې ۳۰ غړي وژل شوي، چې یو قوماندان یې هم په کې شامل دی.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي