۰

پوهنې وزارت ۳۰ زره ښځینه ښوونکې استخداموي

شنبی ۲۶ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۵۸
ټاکل شوې د پوهنې وزارت د معارف په برخه کې د ښځو ونډې زیاتوالي ته په پام سر تر راتلونکو دریو کلونو پورې ۳۰ زره ښځینه ښوونکې په دندو وګماري.
پوهنې وزارت ۳۰ زره ښځینه ښوونکې استخداموي
ټاکل شوې د پوهنې وزارت د معارف په برخه کې د ښځو ونډې زیاتوالي ته په پام سر تر راتلونکو دریو کلونو پورې ۳۰ زره ښځینه ښوونکې په دندو وګماري.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د پوهنې وزارت ویاندې نوریه نزهات وايي، دغه پلان زده کړو ته د محرومو نجونو لاس رسي، د نجونو له خوا د ښوونځیو پرېښودلو کچې د راټیټوالو او دغه راز د مېرمنو د اقتصادي پیاوړتیا په موخه تر پلی کړی.

نزهت نن شنبې د لړم ۲۶ مه کابل کې د یوې خبري غونډې پر مهل و ویل، چې تېر کال په همدې موخه ۲۶۷۴ ښوونکې او په روان کال کې ۲۳۲۶ ښوونکې په قراردادي ډول په دندو ګمارل شوې دي.

نوموړي زیاته کړه، چې همدې ته په کتو پوهنې وزارت په پام کې لري، چې تر راتلونکو دریو کلونو پورې د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې هلته چې ښځینه ښوونکو ته لاس رسۍ کم دی، ۳۰ زره ښځینه ښوونکې په دندو وګمارل شي.

د پوهنې وزارت ویانده زیاتوي، د دغه پلان په پلي کېدو سره به د ښځینه ښوونکو ونډه چې دا مهال ۳۳ سلنه ده، ۴۲ سلنه ته لوړه او تر ډېره به په لرې پرتو سیمو کې له زده کړو پاتې نجونو ته د زده کړو زمینه برابره شي.

هغه وايي، د وزارت د پلان له مخې په لرې پرتو سیمو کې کې به هغه ښوونکي د قراداري ښوونکو په توګه په دندو ګمارل کېږي، چې د زده کړو کچه یې لوړ او دا کار به د ګمارنې د کمېټې له خوا تر سره کېږي.

دغه راز مېرمن نزهت د پوهنې وزارت په مدیریت برخه کې د ښځو ونډې ته په اشارې و ویل، چې د دغه وزارت ۲۰ بستونه مېرمنو ته ځانګړي شوي دي، چې له ډلې یې ۱۱ بسته دوهمه درجه دي.

د نوموړي په وینا د دغه بستونو له پاره په ولایتونو کې د تربیه معلم د ریاستونو او آزاد رقابت له لارې اعلان ته ورکړل شوي او د مرکز به هم په لنډو ورځو کې اعلان شي.

د پوهنې وزارت ویاند ټینګار کوي، چې د ښځو ونډې ته پاملرنه د دغه وزارت د ستراتېژۍ له لومړیتوبونو ده او تل به د ښځو د اقتصادي برخو او زده کړو ته د لاس رسي په برخه کې هڅې کوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي