ولسمشرغني:

سولې ته نېږدې شوي یو خو لوړې ژورې یې باید وزغمو

26 عقرب 1397 ساعت 14:09

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د مدني ټولو له یو شمېر استازو سره خبرو کې ویلي، چې سولې ته رسېدلې لوړې ژورې لري چې باید وزغمل شي.


افغان ولسمشر محمد اشرف غني د مدني ټولو له یو شمېر استازو سره خبرو کې ویلي، چې سولې ته رسېدلې لوړې ژورې لري چې باید وزغمل شي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ولسمشر غني د سولې او د سولې په اړه د مشورتي بورډ د جوړېدو په موخه له بېلا بېلو لوریو، سیاسیون، جهادي مشرانو، مخورو او مدني ټولنو سره مشورتي د لیدونو او خبرو لړۍ پیل کړې ده.

د همدې لړۍ په ترڅ کې ولسمشر نن شنبې د لړم ۲۶ مه په ارګ کې د مدني ټولنو له یو شمېر استازو او ځوانانو سره هم کتلي او د سولې په تړاو یې خبرې ورسره کړي دي.

له ارګه خپره شوې خبرپاڼه وايي، ولسمشر غني د مدني ټولنو استازو او ځوانانو ته خبرو کې ویلي، چې سولې ته رسېدل لوړې ژورې لری، باید ویې زغمو.

سرچینه زیاتوي، په دې لیدنه کې ځوانانو د سولې په اړه خپل دقیق لید لوري او وړاندیزونه مطرح او له ولسمشره یې د مننې تر څنګ و ویل، چې اوس ځوانان د هېواد په مهمو پرېکړو کې ځانونه سهیم بولي.

خبرپاڼه وايي، ولسمشر غنی دغه ځوانانو او د مدني ټولنو استازو ته و ویل، چې سوله ملي بحث دی او ارزښتونه یې یواځې افغانان تعریفولی شي.

ولسمشر ویلي، افغانان باید روښانه اراده او لوری ولري او تېرې ترخې تجربې تکرار نه کړي.

په خبرپانه کې ویل شوي ولسمشر ځوانانو ته و ویل، چې سولې ته رسېدل مسقیمه او هواره کرښه نه ده، په دې برخه کې باید لوړې او ژورې وزغمل شي.

ښاغلي غني په خپلو خبرو کې ټینګار کړی، چې د سولې مذاکره کوونکی ټیم به د فرصت او ستونزې په هر پړاو کې له ملت سره مشوره وکړي.

 ولسمشر د سولې د بورډ خبره وروسته تر هغه کوي چې د راپورونو له مخې ښایي د سولې شورا منحل او پر ځای یې د سولې بورډ اعلان او خپل کارونه پیل کړي.

باید و ویل شي، چې ولسمشر تر دې وړاندې د جمعیت ګوند د رهبرۍ له غړو، استاد سیاف، د مشرانو جرګې له رییس فضل الهادي مسلم یار، حاجي دین محمد، عبدالهادي ارغندیوال او یو شمېر نورو سیاسي او مخورو څېرو سره پر سولې او د سولې د مشورتي بورډ په جوړېدو خبرې او بحث کړی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 110358

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/110358/

جمهور
  https://www.jomhornews.com