ولسي جرګه:

د ولسمشرۍ ټاکنې باید په خپل وخت او د ټاکنو کمېسیون کې اصلاحات راوستل شي

26 عقرب 1397 ساعت 14:41

ولسي جرګې د ولسمشرۍ ټاکنو پر خپل ټاکي وخت تر سره کېدو د ټینګار تر څنګ و ویل، چې د ټاکنو په کمېسیون کې هم باید نوي اصلاحات راوستل شي.


ولسي جرګې د ولسمشرۍ ټاکنو پر خپل ټاکي وخت تر سره کېدو د ټینګار تر څنګ و ویل، چې د ټاکنو په کمېسیون کې هم باید نوي اصلاحات راوستل شي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د جرګې رییس عبدالروف ابراهمي نن شنبې د لړم ۲۶ مې په غونډه کې زیاته کړه، چې د ولسمشرۍ ټاکنې باید په ټاکلي وخت تر سره شي، چې دا د کمېسیون مسوولیت دی.

خو په وینا یې د ولسمشرۍ ټاکنې باید د ولسي جرګې د تېرو ټاکنو په شان نه بلکې، په پوره شفافیت او داسې رڼه توګه تر سره شي، چې پایلې یې ټول ولس ته د منلو وي.

په ورته وخت کې د جرګې یو شمېر غړي د موقتې ادارې په جوړېدو او نه جوړېدو سره پاشلي نظرونه وړاندې کول.

یو شمېر استازو د موقتې ادارې په رامنځ ته کولو ټينګار کاوه خو یو شمېر نورو بیا له دې طرحې سره سخت مخالفت وښود.

د جرګې غړي زهیر سعادت و ویل، که د ولسمشرۍ ټاکنې پر خپل ټاکلي وخت او شفافه توګه رامنځ ته کېږي ښه تر ښه که نه د چارو واګې باید یوې موقتې ادارې ته وسپارل شي.

خو ټینګار یې دا و، چې اوسنۍ حکومت باید د ولسمشرۍ د شفافه ټاکنو تر سره کېدا ته زمینه برابره کړي.

ولې د جرګې بل غړي غلام حسین ناصري د موقتې ادارې رامنځ ته کېدل د هېواد په ګټه نه بلل ځکه د ده په وینا په دې سره له یوې خوا قانون تر پښو لاندې کېږي او بلې ستونزه دا ده، چې سیاسیون د موقتې ادارې په رامنځ ته کولو نه سلا کېږي.

د هغه په وینا د موقتې ادارې غوښتونکي کسان دا ۱۷ کاله په نظام کې شامل و، خو ویې نشوای کړای، چې د هېواد وضعیت کنټرول کړي.

نوموړي ټینګار وکړ، چې د موقتې ادارې رامنځ ته کول به د داخلي جګړو پیلامه او دا ولس به یو ځل بیا ۷۰ مې لسیزې ته کش کړي، چې بیا به یې هېڅوک د کنټرول توان ونه لري.

د ولسي جرګې غړو پر داسې مهال د موقتې ادارې په رامنځ ته کولو مخالف او موافق نظرونه ورکول کېږي، چې ځینو سیاسي څېرو او سیاسي ګوندونو هم ورته نظر څرګند کړی او وایي، که د ولسمشرۍ ټاکنې شفافې نه وي ښه به دا وي، چې موقته اداره رامنځ ته شي.

جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني
 
 


د مطلب کود: 110361

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/110361/

جمهور
  https://www.jomhornews.com