محقق:

زلمي خلیلزاد د ملا عمر د زوی ملا یعقوب سره زابل کې لیدلي

26 عقرب 1397 ساعت 14:59

د اجرائیه ریاست دوهم مرستیال محمد محقق ادعا کړې، چې د افغان سولې له پاره د امریکا بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمي خلیلزاد د زابل په خاک افغان ولسمشرۍ کې د طالبانو د پخواني مشر ملا محمد عمر له زوی ملا یعقوب سره لیدلي دي.


د اجرائیه ریاست دوهم مرستیال محمد محقق ادعا کړې، چې د افغان سولې له پاره د امریکا بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمي خلیلزاد د زابل په خاک افغان ولسمشرۍ کې د طالبانو د پخواني مشر ملا محمد عمر له زوی ملا یعقوب سره لیدلي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي محقق له امریکا ږغ سره په مرکه کې ویلي، چې د خلیلزاد په مشرۍ د سولې په روانو مذاکراتو کې دوی څنډې ته شوي دي.

نوموړي زیاته کړې، چې د خلیلزاد د سولې مشورې یو اړخیزه ده، او تر اوسه یې د هزاره مشرانو سره د سولې په تړاو لیدنه نه ده کړې.

د هغه په وینا خلیلزاد یوازې پر تلېفون ورسره خبرې کړې او ورته ویلي یې دي، چې وخت یې کم دی او پاکستان ته دي.

ښاغلي محقق امریکا غږ ته ویلي« پاکستان ته ځي وخت یې کم نه دی، دلته له لوی او کوچني سره وینې وخت یې کم نه دی، په خاک افغان کې له طالبانو سره ګوري وخت یې کم نه دی، خو دلته په دشت برچي کې د لیدو لپاره وخت نه لري.»

نوموړي ادعا کړې، چې زلمي خلیلزاد افغانستان ته په خپل دوهم سفر کې د زابل په خاک افغان ولسوالۍ کې د طالبانو د مړه شوي مشر ملا محمد عمر له زوی ملا یعقوب سره لیدلي دي.

دغه راز محقق ویلي، چې د سولې خبرې په تېزېدو سره یو وخت پر هزاره مېشتو سیمو د وسله والو طالبانو د حملو زیاتېدو دوی ته د سولې د روانو خبرو په اړه پوښتنې پیدا کړي دي.

نوموړی وايي، د سولې له خبرو ملاتړ کوي، خو وايي، دغه خبرې باید یو جانبه نه وي.

تر اوسه د ښاغلي محقق دا ادعا په خپلواکه توګه تائید شوې نه ده او امریکایي او طالب چارواکو کوم غبرګون ښودلی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 110366

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/110366/

جمهور
  https://www.jomhornews.com